لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: ځانمرګي بريد کې د پوليس لوړ پوړی افسر وژل شوی


پوليس افسر په ګاډي کې دفتر ته روان ؤ او د بريد ښکار شوی دی.
پوليس افسر په ګاډي کې دفتر ته روان ؤ او د بريد ښکار شوی دی.

د خېبرپښتونخوا سر ښار پېښور کې د پوليسو يو لوړ پوړي افسر په ځانمرګي بريد کې وژل شوی او شپږ نور پوليس ژوبل شوي دي.

د پېښور پوليس مشر (سي سي پي او) طاهر خان پخلی کړی چې اډيشنل ايي جي هېډکوارټر اشرف نور په ځانمرګي بريد کې وژل شوی او هغه سره نور شپږ پوليس ژوبل شوي دي.

نوموړي د پېښې په موقع مطبوعاتو سره خبرو کې وويل پوليس افسر په ګاډي کې دفتر ته روان ؤ او د بريد ښکار شوی دی.

هغه وويل "اشرف نور باندې په حيات ابا سيمه کې د زرغوني جومات سره نزدې ځانمرګي بريد شوی او د ابتدايي مالوماتو ترمخه ځانمرګی په موټر سائيکل راغلی او د پوليس افسر د ګاډي نه يې ځان تمبولی دی".

پېښه کې ژوبل پوليس د حيات اباد مېډېکل کمپلکس روغتون ته وړل شوي او د چاؤدنې له امله د پوليس افسر ګاډي په بشپړ ډول تباه شوی دی.

د روغتون د سرچينو ترمخه په يو ژوبلو کې د يو پولیس سرتيري روغتيايي حالت خطرناک دی.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

پېښور کې په پوليس افسرځانمرګی بريد په داسې حال کې شوی چې پاکستاني حکومتي او پوځي چارواکي ادعا کوي په ملک کې يې د ترهګرۍ او ترهګرو ملا ماته کړې ده.

په عېن حال کې چې په ملک کې د ردالفساد په نوم عملیات د ترهګرۍ ضد عمليات دوام لري، د چهارشنبې په ورځ ډېره اسماعيل خان سيمه کې د پوځ يو مېجر وسله والو تندلارو سره په نښته کې وژل شوی ؤ.

نزې لس ورځې وړاندې په کوټه کې يو پوليس افسر سره د ښځې، زوي او ورور په يو بريد کې وژل شوي وو، د هغې وړاندې د روانې مياشتې په نهمه نېټه کوټه کې يو ځانمرګي بريد کې د پوليس يو لوړ پوړی افسر سره د درېو سرتېرو وژل شوي ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG