لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان لا د ترهګرو د پټو ځالو پرضد عملیات نه دي کړي، عبدالله


عبدالله ادعا کړې چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان پاليسۍ کې هيڅ بدلون نه دی راغلی چې د ترهګرو پټې ځالې ختم کړي.
عبدالله ادعا کړې چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان پاليسۍ کې هيڅ بدلون نه دی راغلی چې د ترهګرو پټې ځالې ختم کړي.

د افغانستان اجرايي رئيس عبدالله عبدالله د ملګرو عمومي سېکتر خبر کړی چې پاکستان د ترهګرو د پټو ځالو په اړوند خپله تګلاره نه ده بدله کړې.

د پژواک خبري ادارې ترمخه عبدالله د انتونيو ګوټريس سره په لیدنه کې د افغانستان په تازه احوال خبر کړی او د امريکا د افغانستان او سويلي اسيا دپاره په تګلاره يې ورسره خبرې اترې کړي دي.

نوموړي ادعا کړې چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان پاليسۍ کې هيڅ بدلون نه دی راغلی چې د ترهګرو پټې ځالې ختم کړي.

افغانستان د اوږدې مودې نه په پاکستان تور لګوي چې د حقاني شبکې ترهګرو ته يې په خپله خاور پناه ورکړې او د دغلته نه په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

د اګست په میاشت کې د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او اسيا دپاره خپله اعلان کړې پاليسۍ کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره ترهګر ساتي او امريکا به د پاکستان په دغسې کولو نوره غلې پاتې نشي، خو اسلام اباد وايي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو په ضد بې طرفه عمليات کړي دي.

عبدالله عبدالله په نیويارک کې د ملګرو ملتونو ځانګړې غونډې ته په وېنا کې ويلي، ترهغې په سيمه کې سوله او ثبات نشي راتلی څو پورې چې د ترهګرو مالي ملاتړ نه وي پرېښودی شوی او خوندي ځالې يې نه وي ختمې کړی شوې.

هغه د پاکستان د نوم اخستو پرته ويلي، بايد له ټولو ترهګرو ډلو په ضد بې له توپيره عملیات وشي، ښه او بد پکې ونه کړی شي او پرضد يې په رښتيا مبارزه وشي.

بل لور ته په ملګرو ملتونو کې د پاکستان مستقل استازې ويلي پاکستان د افغانستان د مسلې د سياسي حل وړانديز کوي چې د لسيزو راهسې روانه دغه ستونزه يواځې په خبرو هوارېدی شي.

د پاکستان د دولتي رسنیو ترمخه د افغانستان په اړوند د ملګرو ملتونو په ناسته کې مليحه لودهي په طالبانو ټينګار کړی چې د تشدد لاره پرېږدي او د سولې دپاره په جدي يا سنجيده ډول د خبرو مېز ته راشي.

هغې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مرستو په سېوا کولو زور راوړی ځکه د هغې په وېنا دغسې کېدل د افغانستان او سيمې د امنيت دپاره ډېر مهم دي.

افغانستان په پاکستان تور لګوي چې د افغانستان په اړوند څلور هېواديزه غونډه کې کړې ژمنې نه پورې کوي. پاکستان، د افغانستان، امريکا او چين د ډلې غړی دی کومه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو دپاره هڅې کوي.

د دغو څلور هېواديزه ډلې غونډه تېره مياشت په عمان کې هم شوې وه.

افغانستان وايي پاکستان دې په خپله خاوره د هغو ترهګرو په ضد ګامونه واخلي چې په افغانستان کې ترهګري کوي او د طالبانو د سولې خبرو ته کښېنولو په لړ کې دې رښتونی کردار ادا کړي خو پاکستان وايي په طالبانو يې اوس دومره اثر نه دی پاتې چې هغوي یې هره خبره ومني.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG