د پاکستان پلازمينې اسلام اباد په دروازه کې د دوه اوونو راهسې د تندروه مذهبي ډلې احتجاجي ناسته دوام لري، او د کورنو چارو مرکزي وزير احسن اقبال وايي د احتجاجي ناستې د لارې د پاکستان ننداره جوړه شوې ده.
احسن اقبال نن د اسلام اباد هائيکورټ ته حاضر شوی او د عدالت نه يې په احتجاج د ناستو خلکو سره د خبرو دپاره د ۲۴ نه ۴۸ ساعتونو پورې نور وخت غوښتی دی.
نوموړي وزير عدالت ته د حاضرېدو وروستو مطبوعاتو سره خبرو کې وويل ځينې سازشي خلک پاکستان کې يو ځل بيا د لاهور د ماډل د ټاؤن او اسلام اباد د سور جومات (لال مسجد) په رنګ پېښې کول غواړي.
هغه وويل نن د دوشنبې په ورځ يې بيا علما او مشران راغوښتي چې د احتجاج کوونکو سره خبرو وکړي.
نن د اسلام اباد عدالت د اسلام اباد چارواکي او د کورنو چارو وزير غوښتي ؤ چې ولې د عدالت په حکم عمل نه دی شوی.
عدالت د اسلام اباد پوليس مشر، کمشنر او مرستيال کمشنر باندې غصه کړې چې ولې احتجاجي کوونکي نه دي لرې کړی شوي نوموړي ويلي دا انتظامیې د جوړ جاړي نتيجه ده.
عدالت د چارواکو نه د عدالت د حکم نه عملي کولو ځواب هم غوښتی دی.
احسن اقبال د يکشنې یا اتوار په ورځ ويلي ؤ د دوي سره داسې معلومات دي چې په احتجاج کوونکو کې ځينې د تشدد لاره خپلول غواړي چې وروستو يې د خپلو سیاسي ګټو لپاره وکاروي.
د اسلام اباد په دروازه او پېنډۍ ښار ترمنځ فېض اباد کې په مرکزي سړک د تحريک لبېک يا رسول الله ډلې او سني تحريک احتجاجي ناسته روانه ده.
د اسلام اباد هائيکورټ جج جسټس شوکت عزيز صديقي د جمعې په ورځ حکم کړی ؤ چې د اسلام اباد انتظاميه دې په احتجاج ناست خلک لري کړي.
احتجاج کوونکو د عدالت د حکم منلو نه انکار کړی او د هغې وروستو د کورنو چارو وزير په احتجاج کوونکو په پرامنه ډول د احتجاج ختموولو کړی او خبرې اترې يې هم ورسره شوې خو ناکامه شوې وې.
احتجاجي ډلې د ختم نبوت په اړوند د ائيني مادو چېړولو په ضد احتجاجي ناسته پېل کړې خو وروستو د پاکستان پارلیمان دغه بدلون بيرته اخستی او بدلون ته يې غلطي ويلې وه.
راپورونه وايي په احتجاجي پرلت ناست خلک د قانون د مرکزي وزير زاهدحامد او د پنجاب د قانون وزير راناثناالله د چوکو نه لرې کولو په غوښتنه ټينګ ولا ړی.
د فېض اباد د احتجاجي ناستې له امله د اسلام اباد او پېنډۍ ترمنځ مرکزي سړک بند دی د کوم له امله چې د زرګونو په شمېره کې خلک د ستونزو سره مخ دي.