لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د اسياکپ فاينل کې پاکستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان مجيب زدران د پاکستان پينځه او قېص احمد درې لوبغاړي اؤټ کړه.
د افغانستان مجيب زدران د پاکستان پينځه او قېص احمد درې لوبغاړي اؤټ کړه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د اسيا کپ فاينل کې پاکستان ته په ۱۸۵ رنزونو ماتې ورکړه او د اسيا کپ اتل شو.

د اسيا کپ فاينل کې د افغانستان لوبډلې ـ پاکستان ته د ګټې دپاره د ۲۴۹ رنزونو هدف ورکړی او په ځواب کې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۲۳م اوور کې په ۶۳ رنزونو اؤټ شو.

د افغانستان صدر اشرف غني او اجرايي رئيس عبدالله عبدالله د ۱۹ کلنو لوبډلې ته مبارکي ويلې ده.

د پاکستان په لوبغاړو کې يو هم په ۲۰ رنزونو جوړولو کې نه دی بريالی شوی او درې لوبغاړي يې په صفر اؤټ شوي دي.

د افغانستان مجيب زدران د پاکستان پينځه او قېص احمد درې لوبغاړي اؤټ کړه.

له دې وړاندې

د فاينل پچه يا ټاس پاکستان ګټلی او افغانستان يې وړومبی بېټنګ ورکړی ؤ.

د افغانستان لوبډلې په ۵۰ اوورونو کې په اووه لوبغاړواؤټ کېدو ټول ۲۵۸رنزونه جوړ کړي وو.

د افغانستان په لوبغاړو کې اکرام علي تر ټولو زيات ۱۰۷رنزونه جوړ کړه.

د افغانستان لوبډلې وړومبی وکټ په مجموعي ۶۱ غورځېدلې او ګوربز په ۴۰ رنزونو اؤټ شوی، دوېم وکټ په ټول ۹۱ باندې لاړو چې ابراهيم زدران په ۳۶ رنزونواؤټ شو.

درېم لوبغاړی رسول په ۱۸، څلورم نثارالله وحدت په اووه ، پينځم طارق ستانکزی په ۵ ، شپږم قېص په ۱۴، او نوين په دوه رنزونو جوړولو کې کامياب شوی ؤ.

د پاکستان بالرانو کې محمدموسی درې او شاهين شاه افريدي دوه لوبغاړي اؤټ کړي وو.

افغانستان په سيمي فاينل کې نيپال ته او پاکستان بنګله دېش ته ماتې ورکړې او فاینل ته رارسېدلي وو.

د اسيا هېوادونو د ۱۹ کلنو اته لوبډلې افغانستان، پاکستان، سري لنکا، متحده عرب امارات، بنګله دېش، نيپال، هند او مالي په دې سيالو کې ولوبېدې.

دغه ټولې سيالۍ چې په کولالمپور کې وشوې د روانې میاشتې په لسمه نېټه پېل شوې وې او نن په ۱۹ نومبر د اتوار په ورځ پای ته ورسېدې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG