لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د ترهګرۍ مقدمو کې ۷۲ تنه په دار ځړول شوي، د نېپ راپور


د کال ۲۰۱۵م په جنورۍ کې د ترهګرۍ ضد شل نکاتي قامي تګلاره جوړه شوې وه.
د کال ۲۰۱۵م په جنورۍ کې د ترهګرۍ ضد شل نکاتي قامي تګلاره جوړه شوې وه.

د ترهګرۍ ضد ملي تګلارۍ(نيشنل اېکشن پلان، نېپ) د راپور ترمخه د تېر کال په پرتله کې سږ کال د ترهګرۍ پېښې ۲۷ فيصده کمه شوي دي.

د راپور ترمخه روان کال تراوسه پورې د ترهګرۍ پېښو کې ۷۲ کسان په دار ځړول شوي او د تګلارې جوړېدو وروستو تر اوسه پورې ټول ۳۵۰ مجرمان تېزندي کړی شوي دي.

د کال ۲۰۱۴م د دسبمر په ۱۶م پېښور کې په ارمي پبلک سکول د خونړي ترهګر بريد وروستو د ملک نه د ترهګرۍ د نوغي ویستو دپاره په ۲۰ خبرو ګډه قامي تګلاره جوړه شوې وه.

د پېښور په سکول بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او زياتره يې د سکول زده کونکي وو، د پاکستاني طالبانو تحريک د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د تازه راپور ترمخه د ملي تګلارې لاندې جوړو پوځي عدالتونو ته ۲۱۹ مقدمې لېږل شوي، ۴۹ پکې فېصله شوي او د ۱۷۶ اورېدنه روانه ده.

د ترهګرۍ ۴۶۵۵ پېښې شنډې کړی شوي، د کرکۍ خورولو ۱۳۵۳ مقدمې درج شوي او ۲۵۲۸ کسان نيول شوي دي. او په شيډول فورتهـ کې ۸۳۳۳ کسانو نومونه اچول شوي دي.

د ترهګرو د مالي مرستو په سر ۵۰۲۳ اکاؤنټونه تړل شوي او ۳۰ کروړه روپۍ ترلاسه شوي دي.

د تګلارې په وړاندې کړی شوي راپور کې ويل شوي روان کال تراوسه پورې د ترهګرۍ ۴۳۲ پېښې شوي خو د تېر کال په پرتله دا شمېره ۲۷ راټيټه شوې ده.

که څه هم پاکستان کې د نيشنل اېکشن پلان لاندې ترسره شوؤ عملیاتو او کاميابو ترلاسه کولو ادعاوې کيږي، خو د دغه تګلارې په بشپړ ډول نه عملي کېدو باندې نيوکې هم کیږي، خپله مرکزي او صوبايي حکومتونه په يو ټکونه کوي.

په ملي تګلاره کې د ديني مدرسو اصلاحات، فاټا اصلاحات او تندروه ډلو د مخې نيولو په اړوند تراوسه نيوکې کيږي چې موافقه پرې ونشوه.

په وروستيو کې د کورنو چارو مرکزي وزير احسن اقبال د ترهګرۍ په ضد د قامي بيانيې جوړولو دپاره د صوبو نه وړاندېزونه غوښتي دي.

څيړونکي وايي پاکستان کې د ترهګرۍ او تندروۍ په ضد د عملياتو او کاميابو ترلاسه کولو ادعاؤ ترڅنګ د هېواد خپله قامي بيانيه په خپله ترهګرۍ او تندروۍ ته وده ورکوي.

پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې نېکټا د روان کال ستمبر په مياشت کې په قامي کچ د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره يوه بله تګلاره وړاندې کړې وه.

د نېکټا په نوې تګلاره کې په تعليمي نظام کې مثبت بدلون، په قبايلي سيمو کې اصلاحات، وړې صوبي د غټو صوبو برابرول، جېلونو کې اصلاحات، پاکستان کې د تندروۍ له کبله د مينځه تللي کلتوري قدرونه او رواجونه بيا راژوندي کول شامل دي.

څيړونکي وايي پاکستان کې قوانين او نوې تګلارې جوړيږي خو عملي کيږي نا ځکه يې ګټوري نتجې مخې ته نه راځي او بيا د نوؤ پاليسو بندونه تړل کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG