لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په حامدمير د ايي اېس ايي پخواني وژل شوي افسر د تښتولو مقدمه


حامدمير ويلي په جعلي مقدمو د هغه اواز غلي کولو هڅه کيږي خو د هغه اواز به غلی نکړی شي.
حامدمير ويلي په جعلي مقدمو د هغه اواز غلي کولو هڅه کيږي خو د هغه اواز به غلی نکړی شي.

د پاکستان نوميالي خبريال حامدمير باندې د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي يو پخواني وژل شوي افسر خالد خواجه د تښتولو مقدمه درج کړی شوې ده.

په حامدمير د خالد خواجه ښځې شمامه ملک د اسلام اباد په رمنا پوليس سټېشن کې مقدمه درج کړې ده، د اسلام اباد هائيکورټ د دغه مقدمې درج کولو امر کړی ؤ.

خالد خواجه په کال ۲۰۱۰م کې د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې وژل شوی ؤ.

د خالد خواجه ښځې شمامه ملک د اسلام اباد رمنا پوليس سټېشن کې خواست کړی ؤ چې خاوند يې خبريال حامدمير او عثمان پنجابي د اسلام اباده تښتولی او بيا په وزيرستان کې وژل شوی ؤ.

ويل کيږي د حامدمیر سره په مقدمه کې شامل عثمان پنجابي د پاکستاني طالبانو د تحريک غړی ؤ.

پولیس اول د هغې مقدمه نه درج کوله خو وروستو يې د اسلام اباد هائيکورټ د قاضي جسټس محسن اختر کياني په حکم ثبت کړې ده.

د حامدمير په ضد شوې مقدمه کې د يو نه په زياتو کسانو د چا په پټه تښتولو مادې شامل دي، خو په مقدمه کې د وژنې مادې نه دي شامل کړی شوي.

د حامد مير غبرګون

حامدمير د مقدمې درج کېدو په اړوند ټويټر باندې خپل غبرګون کې ويلي، دا اووه کاله پخوانۍ مقدمه ده، عدالتونو په دې مقدمه کې هغه په کال ۲۰۱۰م کې پاک ګرځولی خو دا مقدمه په کال ۲۰۱۷م کې بيا راوسپړدل شوه.

نوموړي خبریال ويلي په جعلي مقدمو د هغه اواز غلي کولو هڅه کيږي خو د هغه اواز به غلی نکړی شي. حامد يو ځایي شخصي ټي وي چېنل (جيو) سره کار کوي او د روانو چارو خپرونه کوي.

د خالدخواجه مشکوک کردار

خالدخواجه د اسلام اباد سُور جومات (لال مسجد) عملياتو کې ليدل کېدو او هغه وخت يې د جومات او پوځي حکومت ترمنځ خبرې کولې خو وروستو د هغه کردار حکومت او طالبانو دواړو مشکوک ګرځولی ؤ.

طالبانو د هغه يوه ویډيو خپره کړې چې پکې خواجه د استخباراتي ادارې دپاره د کار کولو اعتراف کړی ؤ، او وروستو په يوه بله ويډيو کې ښکاره کړی شوي چې د هغه په سر ډز شوی او وژل شوی ؤ.

پاکستان د خبريالانو دپاره خطرناک هېواد

په حامدمير مقدمه په داسې وخت کې درج شوې چې پاکستان کې په خبريالانو بريدونه او ګواښونه ورته سېوا شوي دي.

په نوموړي خبريال په کال ۲۰۱۴م کې په کراچۍ کې بريد شوی او د هغه ورور عامرمير د استخباراتي ادارې په مشر د حملې تور لګولی ؤ. ايي اېس ايي د تور رد کړی ؤ.

پاکستان د خبريالانو دپاره په نړۍ کې په زیاتو خطرناکو شمارېدونکو هېوادونو کې شامل دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG