لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ناخوښې په واده جينۍ د خاوند دکورنۍ ۱۵تنه په زهرو وژلي


پاکستان کې په خصوصي توګه کليوالو سيمو کې د ناخوښې په ودونو اکثره داسې ناوړه پېښې رامنځته کیږي
پاکستان کې په خصوصي توګه کليوالو سيمو کې د ناخوښې په ودونو اکثره داسې ناوړه پېښې رامنځته کیږي

د پاکستان پنجاب صوبه کې يوې جينۍ د ناخوښې په واده په خاوند زهرجن پۍ يا شېده څښول چې هغه يې بيا ټولنې کورنۍ څښلي ۱۵ تنه يې وژلي او ۱۲ نور يې بدحاله کړي په روغتون کې يې درملنه روانه دي.

دغه پېښه څو ورځې وړاندې د سويلي پنجاب مظفر ګړه سيمې په دولت پور علاقه کې رامنځته شوې ده.

پوليسو ويلي ۲۱ کلنې اسيه بي بي خپل ۲۵ کلن خاوند امجد له په پيو کې زهر ورکول خو هغه ونه څښل او بيا د هلک مور د پيو نه شومبلې يا شلومبې جوړې کړي چې ټولې کورنۍ يې څښلي دي.

ځينې راپورونه وايي زهر په پيو کې اچول شوي او په کورنۍ يې څښلي دی.

پوليسو ويلي اسيه په زور امجد ته واده شوې هغه خوشحاله نه وه او بیرته د پلار کره تلې وه، خو د پلار کور يې په زور بيرته سخرګنۍ ته رالېږلې وه.

پوليسو ويلي، اسيې د شاهدلاشاري نومې هلک سره واده کول غوښته او هغه يې خوښ ؤ، او د پېښې وروستو بيا اسيه ، شاهد او د هغه ترور نيول شوي دي.

پاکستان کې په خصوصي توګه کليوالو سيمو کې د ناخوښې په ودونو اکثره داسې ناوړه پېښې رامنځته کیږي يا خو جينۍ زهر خوري خودکشي کوي او يا په خاوند زهر خوروي.

پاکستان کې د بشري حقونو د سندهـ څانګې مشر اسد اقبال بټ وايي، دغه رنګ پېښې عامې رامنځته کيږي، او د دې څو علتونه دي.

نوموړی وایي بايد هر هلک او جينۍ په خپله خوښه واده وکړي، خو "دلته مور او پلار په خپله خوښه بچو له ودونه کوي کوم چې په مذهبي، ائيني او قانوني لارو جايز نه دي".

ښاغلی بټ وايي زياتره داسې کيږي چې په ناخوښه واده شوې جينکۍ زغم کوي او په کورونو کې د مجبورۍ له امله دخاوند سره ژوندکوي خو ځينې راپاڅي او اقدام وکړي، ځان يا خاوند مړ کړي يا وتښتي چې د هغې بیا لا نورې خطرناکې نتيجې مخې ته راځي.

دا چې د دغه عمل مخنيوي او اصلاح څنګه کېدی شي؟ اسدبټ وايي، "حکومت له پکار ده چې د دې دپاره رسمي قانون سازي وکړي چې د بالغ هلک او جينۍ د خوښې پرته به واده نه کيږي، دوېم مذهبي خلک په دې لړ کې ډېر ښه کردار ادا کولی شي چې خلک د مذهبي لارې پوهه کړي او درېم سياسي ګوندونو له په ټولنه کې دا پوهه خورول پکار دي".

پوهان وايي د تعليم نشتوالی يو غټ علت دی چې خلک دا پوهه نلري په زوره د کوم عمل نتيجې څه اغېزې لري، بايد د خلکو ذهني روزنه وشي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG