لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا او م ـ م بدامنۍ ځپلو قبايلو سره د ۱۵ملينه ډالرو مرسته کوي


د سيمې خلک د بهرنۍ مرستې هرکلی کوي خو وايي بايد دغه مرستې پوره د سيمې خلکو ته ورسول شي،
د سيمې خلک د بهرنۍ مرستې هرکلی کوي خو وايي بايد دغه مرستې پوره د سيمې خلکو ته ورسول شي،

د امریکا د نړيوالې پرمختيا ادارې "يو اېس ايي ای ډي" د فاټا سيکرټرېټ سره په ګډه قبايلي سیمه کې د بيا اقتصادي بحالۍ د پروژې پرانسته کړې ده.

پېښور کې د امریکا قونصلګرۍ کې شوې دستوره کې د يواېس ايي ای ډي يا يو اېس اېډ او د ملګرو ملتونود پرمختيا د پروګرام (يواېن ډي پي) استازو د فاټا سيکرټرېټ سره د ۱۵ملينه ډالرو د مرستې پروژه لاسليک کړې ده.

د سيمې خلک د بهرنۍ مرستې هرکلی کوي خو وايي بايد دغه مرستې پوره د سيمې خلکو ته ورسول شي، او د امداد کارولو په وخت پکې د سيمې خلک هم د استازي په توګه شامل کړی شي.

د پېښور قونصلګرۍ ويلي دغه پېسې به درې قبايلي ايجنسيانو جنوبي وزيرستان، شمالي وزيرستان او خېبر کې د بدامنۍ نه اغېزمنو او کډوالو شوؤ د ژوند ښه کولو دپاره کارولی شي.

د پاکستان او افغانستان دپاره د يواېس اېډ مرستيال ګرېګرې اېف هيوګر ویلي، د فاټا د اقتصادي بحالۍ پروژوې سره به د سيمې د خلکو د ژوند معيار ښه شي.

هغه ويلي دې اقدام سره به نه يواځې د سيمې د خلکو ژوند ښه شي، بلکې دې سره به د سيمې اقتصادي وده هم پرمختګ وکړي.

د قونصلګرۍ د بيان ترمخه د فاټا د اقتصادي بحالۍ د دې پروژې نه به په درې کاله موده کې د فاټا د۱۷زره هغو کورنو مرستې وشي چې کډوالې شوې او بيرته ستنې شوي دي.

دغه راز دا پروژه به د حکومت او پرائيوېټ سېکټر ترمنځ د اوږدې مودې دپاره د روزګار او اقتصادي ودې په برخه کې شراکت رامنځته کړي.

د يو اېن ډي پي د پاکستان ډايرېکټر اګناسيو ارتزا ويلي، دې شراکت دارۍ سره به د کلونو راهسې د بدامنۍ ښکار خلکو ژوند او د ټولنو سره په ګډه کار کولو سره فاټا کې د بيا رغونې په لړ کې کاميابۍ ترسره شي.

نړېوال امداد د قبايلو غبرګون

د شمالي وزيرستان نه د کډوالو په استازيتوب نثارعلي خان وايي یو خو دوي غوښتنه کوي "چې له دې وړاندې د کډوالو په نوم څومره بهرنۍ مرستې شوي د هغې دې پلټنې وشي چې هغه کډوالو ته څومره رسېدلي دي".

نوموړی واي دوېمه دا چې اوس کومې پېسې راځي او مصرف کيږي به، پکار ده چې "په دغه عمل کې د شمالي وزيرستان د مشرانو استازي د پوځ او پوليټيکل انتظاميې سره ملګري کړی شي ځکه دوي ويره لري هسې نه دا پېسې بې ځايه وکاریږي".

د جنوبي وزيرستان يو مشر عبدالمجيدخان محسود اېډوکېټ هم وايي،

" هم دغه خبره ده چې د قبايلو په نوم کوم فنډونه راشي اول مرکزي حکومت ته راشي، بيا فاټا سيکرټرېټ ته راشي ، بيا پوليټکل ايجنټ ته راشي او چې بيا مخکې نو په لار کې ډېر کټنګ (پرېکون) شوی وي چې په ۱۰۰ کې دوه روپۍ ورسي".

نوموړی وايي وړاندې يې هم ويلي او اوس هم غوښتنه کوي چې ځايي کوم خلک خدمت کول غواړي د هر قوم نه دې استازي شامل کړی شي چې په امداد رسولو کې په لار کې غبن کې نه کيږي.

پېښور کې ترسره شوې دستوره کې د خېبرپښتونخوا او قبايلي سیمو ګورنر اقبال ظفر جګړا، پېښور کې د امريکا قونصل جنرل سټيفن فېکن او د يواېس اېډ د پاکستان ډايريکټر جېري بيسن هم موجود وو.

امريکا د پاکستان د حکومت سره د فاټا د اوسېددونکو د ژوند ښه کولو دپاره مرستي کوي چې د دوي کورونه، تعليم او ژوند ښه شي او ټولنه يې په خپلو پښو ودريږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG