لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډېورنډ دې د ازغن تار لګولو مخه ونيول شي، دننګرهار ولايتي شورا


پاکستان وايي د ډېورنډ په کرښه د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري نه راوړېدونکو ترهګرو د مخنيوي دپاره ازغن تار او پوستې جوړوي.
پاکستان وايي د ډېورنډ په کرښه د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري نه راوړېدونکو ترهګرو د مخنيوي دپاره ازغن تار او پوستې جوړوي.

د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان سره په پوله پرتې ننګرهار صوبې ولايتي شورا د افغان حکومت نه غوښتنه کړې چې د پاکستان له لوري د ډېورنډ په کرښه د ازغن تار لګولو مخه ونيسي.

ولايتي شورا دړکه کړې که حکومت يې په لسو ورځو کې په دغه اړوند کوم ګام پورته نکړو نو شورا به بيا په خپله ګام پورته کوي.

په ډېورنډ ازغن تار ته د ننګرهار د شورا دړکه

د پژواک خبري ادارې ترمخه د ننګرهار د شورا ګڼو غړو د يکشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته په وينا کې ويلي د ډېورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار شلمان، تورخم او دوربابا ولسوالۍ په پوله پاکستاني ځواکونه ازغن تار لګوي.

د ولايتي شورا مشر احمدعلي حضرت ويلي که د ملي وحدت حکومت د دغې چارې مخنيوي ونکړو نو د ختيځ ولسونه به د خپل سر په قيمت د دغه کار مخنيوي وکړي.

د ولايتي شورا استازو ويلي د ډېورنډ کرښه نه مني، او نه د ازغن تار لګول منلی شي. دوي د کرښې نه دې غاړې پاکستان لوري ته پرتو پښتنو باندې هم د ازغن تار د لګولو د مخنيوي غږ کړی او تار لګول يې د پښتنو ترمنځ دېوال بللی او پاکستاني چارواکو ته يې د سخت غبرګون خبر ورکړی دی.

د ډېورنډ په کرښه ازغن تار لګولو باندې د پاکستان دريځ

پاکستان وايي د ډېورنډ په کرښه د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري نه راوړېدونکو ترهګرو د مخنيوي دپاره ازغن تار او پوستې جوړوي.

افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سیمه سويلي وزيرستان کې د پوځ مشر مېجرجنرال روانه مياشت خبريالان د ډېورنډ پولې ته بوتللي او هلته يې ورته په پوله د ازغن تار لګولو په اړوند احوال تېر کړی ؤ.

نوموړي ويلي يواځې د سويلي وزيرستان سره لګېدلې ۱۰۶ کلوميټره پوله باندې د ازغن تار لګولو سره د څارنې دپاره ځانګړې الې هم لګوي. هغه ويلي ؤ د کال ۲۰۱۸م د دسمبر د مياشتې پورې به په پوله يوه انچه ځای بې له ازغن تاره خالي پاتې نشي.

پاکستان د تېر کال راهسې افغانستان سره د ډېورنډ په کرښه چې نزدې ۲۶۰۰ کلوميټره اوږدوالی لري ارغن تار لګول پېل کړي دي. راپورونه وايي راتلونکو دوه کالو پورې به پاکستان ۵۳۲ اربه ډالرو په لګښت په پوله ارغن تار او نزدې ۷۵۰ پوستې جوړې کړي.

پاکستان د ډېورنډ کرښه نړيواله پوله مني او افغانستان يې په رسميت نه مني، او د پولې دواړو غاړو ته پراته پښتانه وايي په کال ۱۸۹۳م کې انګرېز سامراج د راښکلې ډېورنډ کرښې بندولو سره به د پښتنو کورنۍ د يو بل نه جدا شي.

په ډېورنډ د پاکستان ازغن تار ته د اشرف غني غبرګون

د افغانستان صدر اشرف غني نزدې يوه اوونۍ د ډېورنډ په کرښه ازغن تار لګولو ته په اشارې سره خپل غبرګون څرګند کړی ؤ.

نوموړي د پاکستان د نوم اخستو پرته د ډېورنډ په کرښه د ازغن تار لګېدو په اړوند ويلي ؤ ازغن تارونه ولسونه نشي بيلولی.

ښاغلي غني ويلي ؤ،

" څوک چې فکر کوي چې په خاردار (ازغن) سيم به ولسونه سره بيل کړي، بيا دې فکر وکړي، مونږ چې توپونو او بمبارونو سره بيل نه کړو، سيمونه مو په تاريخ کې نه شي بېلولی".

د افغانستان د دولت له لوري په رسمي ډول په ډېورنډ ازغن تار لګېدو ته غبرګون نه دی ويل شوی.

راپورونه وايي په خوست کې هم قومي مشرانو ويلي د ډېورنډ په کرښه ازغن تار لګول د لر او بر پښتانه نشي بيلولی.

قامي مشرانو ويلي که څه هم افغان حکومت اوس د تار د مخنيوي توان نه لري خو پاکستان دې بايد دا ياد وساتي يوه ورځ به دغه ازغن تار په کباړ کې خرڅ شي. دوي د نړيوالو قوتونو نه هم غوښتنه کړې په کرښه دتار د مخنيوي په لړ کې د افغانستان مرسته وکړي.

راپورونه وايي ځيني قامي مشران او استازي د خپل افغان حکومت نه غوښتنه کوي که پاکستان سره يې د ازغن تار په لګولو کوم تړون کړی وي ملي خيانت يې کړی او بايد اولس ته په دغه اړوند خپل دريځ په ډاګه کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG