د سري لنکا کرکټ لوبډله اته کاله وروستو د يواځيني ټي ټيونټي لوبې دپاره لاهور ته راغلې ده، او د پاکستان کرکټ لوبډلې سره به د ټي ټيونټي درې لوبو وروستۍ سيالي کوي.
له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه لوبې په متحده عرب اماراتو کې شوي او دواړه پاکستان ګټلي دي.
د پنجاب صوبې سر ښار لاهور کې د سري لنکا د لوبډلې د راتګ په مهال کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي.
د سري لنکا په لوبډله اته کاله وړاندې لاهور کې بريد
لاهور کې د کال ۲۰۰۹م د مارچ په مياشت کې د سري لنکا په کرکټ لوبډله قذافي لوبغالي ته د تلو په مهال وسله وال بريد شوی، شپږ پوليس پکې وژل شوي، د سري لنکن لوبډلې شپږ لوبغاړي او يو امپائر پکې ژوبل شوي وو.
بريدګر د موقعې نه په تېښه کې بريالي شوي وو.
د بريد سمدست وروستو د سري لنکا لوبغاړي په ځانګړې الوتکه کې ابوظهبي ته وړل شوي او د کرکټ نړیوال کونسل (ايي سي سي) بيا پرېکړه کړې وه چې پاکستان کې کېدونکې نړیوالې سیالۍ به اوس په کوم بل هېواد کې کيږی.
د هغې وروستو کومه نړيواله لوبډله پاکستان ته نه وه راغلې او کال ۲۰۱۵م کې د زمبابوې لوبډله لاهور ته راغلې خو د هغې وروستو بيا دغه لړۍ ودرېدلې وه.
د سري لنکا لوبډلې تود هرکلی
د سري لنکا او پاکستان لوبډلې تېره شپه لاهور ته رارسېدلي، او په هوايي اډه يې سخت امنیت کې تود هرکلی شوی دی.
د سري لنکا لوبډلې کپتان تهيسارار پرېرا ويلي، "خوشحاله دي چې پاکستان ته بيا راغله، او په تود هرکلي يې مننه کړې ده".
د پاکستانۍ لوبډلې کپتان سرفراز احمد "پاکستان ته په رارسېدو د سري لنکا لوبډلې مننه کړې چې پاکستان ته راغله، او ويلي د پاکستان خلک به خوندوره لوبه وګوري".
د لاهور په قذافي لوبغالي کې نن د يکشنبې په ورځ د ټي ټيونټي سيالۍ دپاره تيارۍ نيول شوي لوبغالی سمبال کړی شوی اوکلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي.
د سري لنکا لوبډلې دپاره کلک امنیتي ګامونه
د سري لنکا لوبډله تېره شپه د هوايي اډي نه په کلک امنيت کې تر هوټل پورې رسول شوې او په هوټل کې هم سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي.
قذافي لوبغالي ته د لوبډلې بوتلو لاره د هر اړخ نه تړل شوې او د لوبغالي نه چاپېره علاقوکې د چارواکو په وېنا نزدې ۱۱زره پوليس ځای په ځای کړی شوي او د لوبې په مهال به هوايي څارنه هم کيږي.
د لوبې پېل کېدو نه درې ساعته وړاندې به لوبغالي ته د خلکو ورتګ پېل کولی شي، چا سره چې شناختي کارډ نه وي هغه به لوبغالي ته نشي پرېښودی.
لوبه به د پاکستان په وخت شپږ بجې مازيګر ناوخته پېل کيږي او د لوبې پېل کېدو نه وروستو به لوبغالي ته د ننوتو چاته اجازت نه وي.
پاکستان کې نړيوال کرکټ
پاکستاني چارواکي وايي د سري لنکا د لوبې راتګ پاکستان کې د نړیوال کرکټ بيا راتلو دپاره ډېر مهم دی او خوشبينه دي د سري لنکا د لوبډلې راتګ سره به پاکستان ته د نړیوالو لوبډلو د راتګ لار هواره شي.
خو تراوسه کومې بلې نړيوالې لوبډلې پاکستان ته د سيالو دپاره د راتګ په اړوند څه نه دي ويلي.
د کال ۲۰۰۹ نه وروستو پاکستان دوه ځله د خپل سپرليګ او بهرنو لوبډلو سره زياتره خپلې سيالۍ په متحده عرب اماراتو کې کړي دي.
يواځې د دوېم سپرليګ فائنل سيالي په لاهور کې شوې او د پېښور زلمي لوبډلې ګټلې وه.