لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوهیږئ کومې ۲۱ ترهګرې ډلې د ډیورنډ دواړو غاړو ته فعاله دي؟


ناټو د سیمې هیوادونو څخه غوښتنه کړې چې دغو ۲۱ؤ تندروه ډلو ته د ترهګرو په سترګه وګوري
ناټو د سیمې هیوادونو څخه غوښتنه کړې چې دغو ۲۱ؤ تندروه ډلو ته د ترهګرو په سترګه وګوري

افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو هاغه ۲۱ تندروه وسله والې ډلې په ګوته کړي چې دپاکستان اؤ افغانستان دګډې پولې دواړو غاړو ته د ورانکارۍ فعالیتونه کوي.

ناټو د سیمې هیوادونو څخه غوښتنه کړې چې دغو ۲۱ؤ تندروه ډلو ته د ترهګرو په سترګه وګوري اؤ دفعالیتونو مخه یې ونیسي.

له دې وړاندې امریکا اؤ افغان حکومت هم دعوې کړې وې چې د ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو ته ۲۱ وسله والې ډلې فعالیتونه کوي خو ددغو ډلو نومونه یې مخې ته نه وؤ راوړي.

دافغانستان خبري ادارې پژواک ویلي چې کابل کې میشته بهرنیو ځواکونو ورته دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې دواړو غاړو ته دفعاله وسله والو ډلو فهرست ورکړی چې په دغه فهرست کې هاغه ټولې ترهګرې ډلې په ګوته کړی شوي چې د ډیورنډ دکرښې دواړو غاړو ته ورانکارۍ کې لاس لري.

د ډیورنډ دواړو غاړو ته فعاله ترهګرې ډلې

دناټو ځواکونو لخوا خپور شوي دغه فهرست کې چې دکومو وسله والو ډلو نومونه شامل دي هغه په لاندې ډول دي:

د افغانستان د طالبانو تحريک او حقاني شبکه، جماعت الدعوه الی القران، داعش، القاعده، په سوېلي اسيا کې د القاعدې ډله، حزب المجاهدين، د ملا نذير په مشرۍ د طالبانو ډله، تحريک طالبان پاکستان، حرکت الجهاد اسلامي، حرکت الجهاد بنګله دېش، لشکر جهنګوي، حرکت المجاهدين، جيش محمد، لشکر طيبه، د طارق ګيدار ډله، جماعت الاحرار، جندالله، تحريک اسلامي ازبکستان، جنبش اسلامي ترکمنستان، اتحاد جهاد اسلامي او نيروى قدس په دغو ٢١ وسله والو ډلو کې شامل دي.

پژواک لیکلي دغه ۲۱ وسله والې ډلې په هاغو ٩٩ ډلو کې شاملې دي چې امريکا په ټوله نړۍ کې د "ترهګريزو ډلو په تور لېسټ" کې شاملې کړې دي.

کابل کې د بهرنيو ځواکونو مطبوعاتي دفتر، د يادو ٢١ ډلو شتون د سيمې ستونزه او د اندېښنې وړ بللې او ويلي يې دي چې بايد د سيمې هېوادونه يادو ډلو ته د ترهګرو ډلو په سترګه وګوري.

څومره ترهګرې ډلې پاکستان اؤ څومره افغانستان کې دي؟

سرچينې په ډاګه کړې نه ده چې له دې ډلې يې څومره د ډيورنډ کرښې په اوږدو، څومره يې په پاکستان او څومره يې په افغانستان کې فعاليت کوي؟

خو پژواک د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست په حواله لیکلي چې د افغانستان د طالبانو تحريک او حقاني شبکې سربېره نورې ٢١ ډلې چې له دې جملې يې ١٥ پاکستانۍ دي؛ افغانستان کې خپل فعاليتونه کوي.

خو د ملي شورا او پخواني ولسمشر حامد کرزي ځينو سرچينو بیا ويلي چې په افغانستان کې دترهګريزو ډلو شمېر دومره لوړ نه دى.

د يو شمېر سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، د امريکا په تور لېست کې د ٢١ ترهګريزو ډلو له جملې ١١ ډلې يې د پاکستان او دوه نورې يې د ايران اړوند دي،

درې نورې ډلې (القاعده، په سوېلي اسيا کې القاعده او داعش) هغه ډلې دي چې په بېلابېلو هېوادونو کې فعاليت لري، دوه نورې ډلې (تحريک طالبان او جماعت الدعوه الى القران و السنه) د افغانستان اړوند دي او درې نورې ډلې د ازبکستان، ختيځ ترکستان او بنګله دېش هېوادونو اړوند کېږي.

د يادو ترهګريزو ډلو له جملې پنځه ډلې په ٢٠١٦ زېږديز کال، يوه بله ډله په ٢٠١٧ کال او پاتې ١٥ نورې ډلې له ١٩٩٧ کال تر ٢٠١٣ کال پورې د امريکا له لوري تور لېست ته شاملې شوې دي.

دافغانستان اولسمشر محمد اشرف غني سږکال د ملګرو ملتونو ٧٢ مې عمومي کلنۍ ناستې ته په وينا کې ویلي وؤ‌”څه باندې ٢٠ نړيوالې ترهګريزې ډلې چې د افغانستان پر خاوره تپل شوې، زموږ په هېواد کې فعاليت لري اؤ داشمیره ښایي چې مونږ ښايي د جګړې په لومړۍ کرښه کې يو”

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ په ۲۳م اګست افغانستان اؤ سویلي ایشیاء دپاره دخپلې نوې تګلارې اعلانولو په مهال هوډ کړی چې د ترهګرو نوغی به وباسي

هغه پاکستان ترهګرو ته دخوندي ځالو په ورکولو تورن کړی اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان هغه ترهګرو ته خپله خاوره کې ځالې ورکړي چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده.

افغان حکومت هم پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي خو پاکستان دغه ټول تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وايي چې دهر رقم توپیر پرته دترهګرو په ضد ګامونه اخلي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG