لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهندي فلمونو پښتون ستوری قادر خان دخبرو نه پریوتی


قادر خان
قادر خان

دهندي فلمونو وتلی ستوری قادر خان چې په خټه دقندهار پښتون دی اؤ دپاکستان دبلوچستان ایالت په پښین سیمه کې زیږیدلی دا مهال سخت ناروغه شوی اؤ کورنۍ یې وایي چې دخبرو اترو څخه پریوتی دی.

۷۹ کلن قادر تر ۳۰۰ زیاتو فلمونو کې کار کړی اؤ داسې په لسګونو کامیاب فلمونه یې جوړ کړي چې د زیاتو زمانو تیریدو باوجود د خلکو په یاد دي.

هغه دا مهال په کاناډا کې دخپل زوئ سرفراز اؤ انږور سره ژوند تیروي .

اوس اوس په سوشل میډیا د قادر خان ځینې انځورونه مخې ته راغلي چې هغه پکې په وهئیل چئیر ناست اؤ بیخي کمزوری لیدل شي.

دقادر خان انږور وایي “اوس هغه ډیر په ګرانه خپله خبره سمولی شي، په خبرو یې یوازې زه اؤ زما میړه پوهیږي چې هغه څه ویل غواړي؟”

خو دقادر خان د انږور په حواله د میډیا راپورونه وایي چې هرڅو که قادر خان د ګرځید،پاڅیدو اؤ خبرو څخه پریوتی خو بیا هم ښه خوشحاله دی اؤ‌ زیاتره وخت دخپلو نمسو سره په مشغولتیا تیروي.

دقادر خان زوئ سرفراز وایي پلار یې د پښې د ګیټۍ اپریشن کړی ؤ خو ډاکټر چې ورته ددغه اپریشن نه وروستو کوم پرهیز ښودلی ؤ په هغې یې عمل ونکړو اؤ له وخته مخکې وګرځیدو چې اوس یې په پښه کې درد وي اؤ له ګرځیدو وتلی دی.

قادر خان پخپله دبلوچستان دخپلې مور اقبال بیګم په پلرنۍ سیمه پښین کې په ۱۱ دسمبر کال ۱۹۳۷ کې زیږیدلی ؤ خو دهغه پلار عبدالرحمان خان دقندهار پښتون ؤ..

هغه دخپل ژوند زیاته برخه په هند کې تیره کړې ده خو خپله مورنۍ ژبه پښتو ترې هیره نه ده اؤ اوس هم په قندهارۍ لهجه کې په پښتو خبرې کولی شي.

په زیاترو فلمونو کې به یې د ټوقمار رول ترسره کولو .

خواوشا څلور کاله د مخه یې پخپله یوه مرکه کې د خپل پلرني ټاټوبي افغانستان د لیدلو خواهش څرګند کړی ؤ.

هغه فلمي دنیا ته د پيښور یو بل پښتون فلمي ستوري یوسف خان(دلیپ کمار) بوتلی ؤ اؤ په اول ځل یې په کال ۱۹۷۳ کې د داغ نومې یو هندي فلم نه دخپل فلمي سفر اغاز کړی ؤ.

نصیب، انکهین، ،ډولي راجه، هیرو نمبر۱، ، قرض چکانه هی، سپوت،قلي نمبر۱،، هم هین کمال کی اؤ داسې په لسګونو نور دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG