لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا ورانکارو دپاره خوندي ځاله ضروري ده که داولس د ژوند دپاره؟


دپاکستان حکومت که هرڅو قبائیلي اولس ته طمعې ورکوي چې فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډوي خو څیړونکي وایي چې پاکستان هیڅکله په عملي توګه دغه کار ته تیار نه دی.

وتلی څیړنکار ښاغلی ډاکټر سیدعالم محسود وایي په شورو کې قبائیلو سره وعده شوې وه چې فاټا به دخیبر پښتونخوا صوبې برخه جوړولی شي خو وروستو دغه کار پاکستان ځان دپاره نقصاني ګڼلی دی

یو شخصي ټي وي سره خبرو کې ښاغلي محسود ویلي” قبائیلي علاقې دپاکستان هاغه سیمې دي چې دوئ پکې ن ددنیا جهان ورانکاري پټوي بلکې اؤ که چرې دغه سیمو ته بندوبستي حیثیت ورکړل شو نو بیا به پاکستان نه شي کولی چې ورانکاري دغلته وساتي”

خو دقبائیلي سیمو دمحصلینو د اتحادیې مشر شوکت عزیز بیا وایي چې اوس که حکومت غواړي نو هم نور د قبائیلي اولس سره دغلامانو په څیر سلوک نه شي کولی.

ښاغلی عزیز وایي د نوي دور قبائیلي زلمي لوستي دي ، دخپلو جمهوري اؤ ائني حقونو څخه خبر دي اؤ چا چې تر اوسه دوئ په تیارو کې ساتلي وؤ دا زلمي به سبا ورځ د هغوي نه حساب غواړي.

دمدني ټولنې فعاله غړې ثناء اعجاز بیا وایي چې د قبائیلي اولس دمحرومۍ احساس په غورځنګونو شوی دی اؤ هرکله چې په یوه ټولنه کې ظلم اؤ زیاتي له حده واوړي نو هلته بیا د بدلون اؤ انقلاب مخه څوک په جبر نه شي نیولی.

د ټي وي په دغه بحث کې ښاغلي ډاکټر سید عالم محسود دپاکستان په سیاسي ګوندونو خصوصاً په پښتنو سیاسي مشرانو هم سخت ټکونه کړي اؤ زیاته کړې یې ده چې دوئ هسې دسیاسي مجبورۍ په اساس د قبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو غوښتنه کوي خو په عمل کې هغه څه کوي چې دپاکستان اسټبلشمنټ یې ورته وایي.

هغه په مولانا فضل الرحمان اؤ محمود خان اچکزي هم ټکونه کړي اؤ دفاټا خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو په هکله د هغوئ دریځ یې دپوهې نه بهر ګرځولی

“که مولانا صیب یا محمود خان وایي چې د قبائیلي سیمو پښتونخوا کې په ورګډؤلو دې سل په سله اتفاق پیدا کړل شي نو دا خو هډو ممکن نه ده اؤ نه د پاکستان په تاریخ کې یوه لویه پریکړه هم په سل فیصده اتفاق شوې ده”

ښاغلي شوکت عزیز وویل چې اسلام اباد کې دقبايلو د احتجاج په موقعه دپاکستان حکومت دپارلیمان غړي حاجي شاه ګل اؤ نورو استازو ته دوکه ورکړې ده اؤ قبائیلي زلمي به تر هغې دعمل میدان کې ولاړ وي ترڅو چې حکومت دفاټا خیبرپښتونخوا کې د ورګډولو اعلان نه وي کړی .

ثناء اعجاز بیا وایي چې په دغه مبارزه کې قبائیلي زلمي یوازې نه دي بلکې ټولې میرمنې یې هم ترشا ولاړې دي اؤ ریاست نور نه شي کولی چې د دوئ په حقونو پښه راکاږي .

تیره ورځ د پاکستان په زرګونو قبائیلي وګړي، دسیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې غړي پلازمینې اسلام اباد ته ورټول شوي وؤ اؤ حکومت نه یې غوښتنه کوله چې قبائیلي سیمې باید پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شي.

خو په دغه مهال حکومت قبائیلي استازو سره وعده کړې ده چې دهغوئ غوښتنو منلو دپاره به یوه کمیټي زر خپله تګلاره اعلان کړي.

قبائیلي اولس اؤ څیړونکي دحکومت دغه اقدام ته د شک په نظر ګوري اؤ وایي چې د نور کله په څیر یې یو ځل بیا قبائیلي استازي تیرویستي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG