لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقبائیلو سیمو پښتونخوا کې ورګډؤل"نور لم لیټ نه منو"


دپارلیمان غړي اؤ بیلابیل سیاسي ګوندونه وایي چې حکومت اوس دخپلې دغه ژمنې نه پشا شوی دی.
دپارلیمان غړي اؤ بیلابیل سیاسي ګوندونه وایي چې حکومت اوس دخپلې دغه ژمنې نه پشا شوی دی.

دپاکستان په زرګونو قبائیلي وګړو، دسیاسي ګوندونو فعالینو اؤ دپارلیمان غړو قبائیلي سیمو کې دحکومت لخوا داعلان کړل شوؤ اصلاحاتو د نه عملي کیدو په ضد پلازمینه اسلام اباد کې سخت احتجاج کړی .
مظاهرینو حکومت ته کرښه راښکلې چې ترڅو یې فاټا کې داصلاحاتو پځایې کولو اؤ دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا کې د ورګډؤلو اعلان نه وي کړی ترهغې به د اسلام اباد څخه نه اوځي.
دپاکستان حکومت له دې وړاندې اعلان کړی ؤ چې قبائیلي سیمو نه به ایف سي ار قانون ختمولی، دغلته به اصلاحات په ځایې کولی اؤ فاټا به دخیبر پښتونخوا برخه جوړولی شي خو دفاټا نه دپارلیمان غړي اؤ بیلابیل سیاسي ګوندونه وایي چې حکومت اوس دخپلې دغه ژمنې نه پشا شوی دی.
د سه شنبې په سحر د فاټا اؤ خیبر پښتونخوا نه د مختلفو سیاسي ګوندونو دغړو، دمدني ټولنې، فعالینو، طالبعلمانو اؤ قبائیلي اولس احتجاجي قافلې داحتجاج دپاره پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلي.
دغه ټولو قافلو داسلام اباد پریس کلب څخه د یو لاریون په شکل کې د پولیسو لخوا دپارلیمان مخې یا ډي چوک ته د رسیدو دمخنیوي دپاره لاره کې ودرول شوي ټول خنډان مات کړي اؤ‌ځان یې ډي چوک ته رسؤلی دی.
ډي چوک ته په رسیدو په زرګونو مظاهره چیانو د پارلیمان د ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلتونه وهلي اؤ په حکومت یې ټکونه کړي چې قبائیلي اولس د خپلو انساني، جمهوري اؤ ائیني حقونو نه محروم ساتي.
په دغه موقعه خپله وینا کې باجوړ نه دقامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين خان ویلي چې قبائیلي اولس درې اساسي غوښتنې لري اؤ هغه دا چې پېښور هائيکورټ او سپريم کورټ ته دې د قبايلو رسايي ورکړل شي،
د ۲۰۱۸م عامو انتخاباتو کې دې قبايلي سیمو ته د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې استازيتوب ورکړی شي او اېن اېف سي اېوارډ کې دې فاټا ته پوره برخه ورکړی شي.
دغه غونډې ته په نورو برڅیره د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشرانو حاجي غلام احمد بلور، میا افتخار حسین، ایمل ولي خان ، د پاکستان پیپلز پارټۍ اخون زاده چټان ، ایم این ای شاه جي ګل اپریدي اؤ د نورو سیاسي ګوندونو استازو هم خپلو ویناګانو کې دقبائیلي اولس سره دهغوئ غوښتنو کې دیووالي څرګندونه کړې ده
دغو سیاسي مشرانو اؤ دپارلیمان غړو پخپلو ویناګانو کې پوښتنه وکړه چې هرکله امنیتي ادارې ، حکومت اؤ قبائیلي اولس ټول غواړي چې قبائیلي سیمې دې خیبر پښتونخوا کې ورکډې کړل شي نو بیا څوک دي چې ددې کار مخه یې نیولې ده.
هغوئ وویل قبائیلي خلک نور دفرسوده قانون ایف سي ار لاندې ژوند کولو ته تیار نه دي اؤ غواړي چې د هیواد د نورو برخو د وګړو په څیر یو شان حقونه ورکړل شي.
هغوي وویل چې حکومت نور په تشو وعدو قبائیل نه شي تیرویستلی اؤ ترڅو چې دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا کې د ورګډؤلو اعلان نه وي شوی ترهغې به دوئ خپل احتجاج ته اسلام اباد کې دوام ورکړي.
د اسلام اباد په څیر په ننۍ ورځ په کراچۍ، پیښور اؤ دهیواد ځینو نورو برخو کې هم فاټا کې داصلاحاتو عملي کیدو په کار کې دځنډ په ضد احتجاجونه شوي اؤ خلک سړکونو ته راوتلي دي.
ددې ترڅنګ په شوشل میډیا هم دقبائیلي سیمو دننه د اصلاحاتو اؤ دفاټا خیبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډولو په حق کې په سوونو خلکو پوسټونه کړي اؤ په حکومت یې غږ کړی چې قبائیلو سره دې نور د میرې مور سلوک بند کړی شي.
خو په پاکستان کې دغه ستر احتجاج ریاستي اؤ شخصي میډیا هاغه شان پام نه دی ګرځولی لکه څنګه چې په لاهور اؤ کراچۍ کې کیدونکو احتجاجونو ته پام ګرځوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG