لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زاخیلوال:شپږو میاشتو کې به دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې ښې شي


omar zakheelwal Afghan Ambassador
omar zakheelwal Afghan Ambassador

په پاکستان کې دافغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال وایي افغانستان کې دامن ټینګښت دپاره پاکستان اؤ افغانستان په ګډه هڅې کوي اؤ باور دی چې جنګیالي به منځومانه لارې خپلولو ته اړ کړو.

هغه دغه څرګندونې د سه شنبې په ورځ پیښور کې دافغان قونصل جنرال ډاکټرعبدالله وحید پویان دفارغیدو اؤ دنوي قونصل جنرال معین مرستیال د واک سمبالولو دستورې ته په وینا کې کړي دي.

افغان سفیر وویل یو کال وړاندې چې دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې څومره تاوژنې وې اوس دغه هاغه اړیکې ډیرې غوره شوي دي اؤ په نزدې راتلونکي کې به ددواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو ډلې کابل اؤ اسلام اباد ته سفرونه وکړي.

خو افغان سفیر ونه ویل چې د پاکستان اؤ افغانستان اړیکې د کومو اقداماتو له امله ښې شوي دي.

افغان چارواکي اوس هم په پاکستان تورونه لګوي چې پخپله خاوره یې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي اؤ دپاکستان دخاورې نه ترهګر په افغانستان بریدونه کوي.

دافغانستان سفیر وویل دافغانستان اؤ پاکستان اولسونه چې خپلو کې کومې خوږې اړیکې لري هغه نه خو حکومتونه ختمولی شي اؤ نه یې هم سیاستمداران یا ادارې.

نوموړي وویل دې کې شک نشته چې کله کله ددواړو هیوادونو اړیکې د بې باورۍ له امله ترخې شي خو اوس حالات په ښه لوري روان شوي اؤ هیله ده شپږ میاشتې وروستو به دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې نورې هم ښې شوي وي.

افغان سفیر که هر څو نه دي ویلي چې پاکستان هاغه کوم ګامونه پخپله خاوره کې دپټو ترهګرو په ضد دافغان حکومت دتسلۍ دپاره اخستي خو په نزدې ورځو کې دسفیر زاخیلوال اؤ دپاکستان دمضبوط پوځ د سرلښکر جنرال قمرباجوه ترمینځ دلیدنو لړۍ دوام موندلی.

هرڅو که دپوځ دسرلښکر اؤ افغان سفیر ترمینځ ددغو لیدنو ډیر تفصیلات دمیډیا مخې ته نه راځي‌ خو څیړونکي وایي چې د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا افغانستان دپاره دنوې تګلارې اعلانؤلو نه وروستو پاکستاني چارواکي هڅې کوي چې کابل اؤ واشنګټن دترهګرۍ په ضد جګړه کې پخپل رغنده کردار مطمئین کړي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دخپلې تګلارې اعلانولو په مهال ویلي وؤ پاکستان امریکه نه په اربونو ډالر اخلي خو پخپله خاوره یې هاغو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده.

تیره اوونۍ دپاکستان وزیراعظم شاهدقاخان عباسي هم پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې پاکستان تیار دی افغان ځواکونو سره په ګډه پوله شریکې ګزمې پیل کړي .

افغان حکومت پاکستان خپل هیواد کې په لاسوهنه اؤ دجنګیالو په ملاتړ تورنوي خو پاکستان ددغو تورونو منلو ته تیار نه دی اؤ وایي افغانستان کې امن دپاره خپل کردار ترسره کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG