لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راجګال:دوسله والو برید کې دپاکستاني پوځ یو افسر اؤ درې ترهګر وژل شوي


لیفټنیټ ارسلان
لیفټنیټ ارسلان

دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر ایجنسۍ راجګال سیمه کې په پاکستاني پوځیانو دترهګرو برید کې دپوځ یو افسر وژل شوی .

دسیمې څخه امنیتي سرچینې وایي په ځوابي ډزو کې یې درې ترهګر هم وژلي خو هغوي دخپلو ملګرو مړي دځان سره وړي دي.

د خالي په ورځ امنیتي سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي دخیبر ایجنسۍ راجګال سیمه کې د افغانستان څخه را اوښتو ترهګرو په پاکستاني پوځیانو برید کړی چې په دغه برید کې د لیفټننټ ارسلان په نوم د پوځ یو افسر وژل شوی .

د سرچینو وینا ده چې دترهګرو دبرید ځواب کې پوځ هم په دغو ترهګرو ځوابي ډزې کړي پینځه ترهګر یې ویشتي چې پکې درې مړه اؤ دوه ژوبل شوي دي.

سرچینو زیاته کړې چې ترهګر دبرید نه وروستو دافغانستان په لوري تښتیدلي .

سرچینې دا هم وایي چې ددغه برید نه وروستو سیمه کې دپوځ لخوا د لټونې عملیات پیل شوي خو نه یې ده واصحه کړې چې په دغو عملیاتو کې یې تر دې مهاله څوک نیولي که نا؟

د ترهګرو په برید کې وژل شوی پوځي افسر ارسلان د درېوؤ خویندو یوازینی رور ښودل کیږي.

راجګال دخیبر ایجنسۍ هاغه لرې پرته سیمه ده چې دپاکستان پوځ پکې د روان کال د جولایي دمیاشتې ۱۵مې نیټې نه د ترهګرو په ضد د خیبر فور په نوم عملیات پیل کړي دي.

په راجګال کې دپوځي عملیاتو پیل کولو په مهال دپاکستان دپوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور ویلي وؤ راجګال دپاکستان قبائیلي سیمو کې تر ټولو مشکله سیمه ده اؤ دغلته چې جنګیالو کومې ځالې جوړې کړي دي خیبر فور عملیاتو کې به دغه ځالې له مینځه وړلی شي.

وروستو دپاکستان پوځ دعوه وکړه چې په راجګال کې یې ۹۰ مریع کلو میټره سیمه دترهګرو څخه پاکه کړې اؤ دهغوئ ځالې یې له مینځه وړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG