لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږکال پښتونخوا کې دپولیو لمړی کیس مخې ته راغلی


پولیو
پولیو

دپاکستان دخیبرپښتونخوا په شمالي سیمه لکي مروت کې سږکال په لمړي ځل یوه دوه کلنه ماشومه کې دپولیو د وائرس درک لګیدلی دی.

دخیبرپښتونخوا دصحت دمحکمې د پولیو دمخنیوي دکمپائن مشر محمداکبر وایي په اسلام اباد کې دصحت قامي ادارې دلکي مروت تاجه زئ سیمې سره تعلق لرونکې دوه کلنې ماشومې ته دپولیو د وائرس لګیدلو پخلی کړی دی.

له دې وړاندې خیبرپښتونخوا اؤ ورسره تړلې قبائیلي سیمې په بشپړ ډول دپولیو د رنځ نه پاکې ګرځول شوې وې.

خو د روان کال په اوږدو کې دپاکستان په پنجاب ، سندهـ،بلوچستان اؤ ګلګت بلتستان کې د پولیو په رنځ اخته څلور مریضان موندل شوي وؤ.

په پاکستان د پولیو وروستي کیس د روان کال په شپږمه جولایي دبلوچستان ایالت په سرښار کوئټه کې موندل شوی ؤ.

امریکا غږ سره خبرو کې خیبر پښتونخوا کې د پولیو دمخنیوي دچارو مشر محمد اکبر ویلي سږکال پښتونخوا صوبه کې مخې ته راغلی دا د پولیو لمړی اؤ په پاکستان کې پینځم کیس دی.

محمداکبر ویلي دتاجه زئ سیمې کومه ماشومه چې دپولیو په وائرس ککړه شوې ده هغه دامهال بیخي صحتمنده ده اؤ د معذوریدو څخه بچ شوې ده.

هغه زیاته کړې د پښتونخوا په دغه جنوبې سیمه لکي مروت کې دپولیو کیس مخې ته راتلو محکمنه اندیښمنه کړې ده.

هغه ویلي په ټوله صوبه اؤ پیوست قبائیلي سیمو کې به ترهغې دپولیو دمخنیوي کمپائن ته دوام ورکړل شي تر څو چې ددې ناوړه رنځ جرړې په مکمل ډول ویستل شوي نه وي.

دا مهال دټولې نړۍ څخه دپولیو رنځ په مکمل ډول ختم کړی شوی خو پاکستان اؤ‌افغانستان دنړۍ دوه هاغه یوازیني هیوادونه دي چې اوس هم پکې دغه رنځ موجود دی .

تیرکال ۲۰۱۶م کې په ګرد پاکستان کې دپولیو ۲۰ کیسونه مخې ته راغلي وؤ چې په هغې کې دخیبرپښتونخوا په نوښار،پیښور،هنګو، ډیره اسماعیل خان اؤ کوهستان کې یو،یو اؤ په بنو کې درې کیسونه موندل شوي وؤ.

همدا شان په قبائیلي سیمه وزیرستان کې هم د پولیو دوه کیسونه مخې ته راغلي وؤ.

خو دروان کال په اوږدو کې خیبر پښتونخوا اؤ قبائیلي سیمې په بشپړډول دپولیو د رنځ څخه پاکې کړل شوې وې.

اؤ په پنجاب،سندهـ،بلوچستان اؤ ګلګت بلتستان سیمو کې دپولیو یو،یو مریض موندل شوی ؤ.

په وروستي ځل دروانې میاشتې په دوهمه نیټه د پولیو په وائرس د ککړ یو تن درک لګول دسندهـ ایالت په کراچۍ ښار کې په یو افغان کډوال کې لګول شوی ؤ.

هرڅو که په پاکستان کې دصحت محکمه د نړیوالو سازمانونو په مرسته پرله پسې د پولیو ضد کمپائنونه چلوي خو دصحت محکمې چارواکي وایي اوس هم په پاکستان کې یوه طبقه خلک دپولیو دڅاڅکو په ضد بې ځایه تبلیغات کوي اؤ خلک خپلو ماشومانو ته دپولیو د څاڅکو ورکولو څخه منعې کوي.

په پاکستان کې ګڼ شمیر دپولیو کارکنان تر دې مهاله د تندلارو په بریدونو کې وژل شوي هم دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG