لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شوال اوسېدونکي د چلغوزې مارکيټ ته وړلو دپاره نزدې لار غواړي


د شمالي وزيرستان ترڅنګ په جنوبي وزيرستان کې هم د اربونو روپو امدن چلغوزه پېدا کېږي.
د شمالي وزيرستان ترڅنګ په جنوبي وزيرستان کې هم د اربونو روپو امدن چلغوزه پېدا کېږي.

د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان شوال اوسيدونکي وايي د چلغوزي مارکيټ ته وړولو دپاره دې دويې ته د دته خېل او رزمک په نزدو لارو د تلو اجازه ورکړی شي.

د شوال کابل خېل، بکاخېل او ګربزقبېلو د پوليټيکل انتظاميې په نوم خواست کې غوښتنه کړې که دوي د جنوبي وزيرستان په لار چلغوزه وړي نو دغه لار ورته اوږده پرېووځي او دوي ورسره تاواني کيږي.

د شمالي وزيرستان نه چلغوزه د نيمې قبايلي سیمې اېف ار بنو د بکاخېل ازاد منډۍ ته ځي او هلته د پاکولو د عمل نه وروستو د ملک د نورو برخو ترڅنګ بهرنو هېوادونو هم لېږل کيږي.

شاکروزير چې خپله په شوال کې چلغوزه لري وايي سږ کال يې خپل باغ په اتیا لاکه روپۍ خرڅ کړو. د هغه وېنا د باغ قيمت يې دوه کروړه روپۍ ؤ خو د سيمې د امنيت له امله خلک په ويره کې دي په خلاص مټ کار نشي کولی ځکه يې باغ په ارزانه بيعه ورکړو،

هغه وويل يو غټه ستونزه ورته دا پېښه ده چې سيمې ته لارې بندې دي او بله دا چې که کومې ازادي دي خرڅ پرې ډېر راځي.

نوموړي دا تور هم ولګوؤ چې د جنوبي وزيرستان په لار راهداري د پوځ په لاس کې او بل دا چې هلته پوځ د چلغوزې دپاکولو دپاره يونټ هم لګولی دی.

د شمالي وزيرستان پولټيکل ايجنټ کامران افريدي ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ويلي د سیمې خلکو ورته نزدې دوه اوونۍ وړاندې دغه خواست کړی او هغه ورته علاقې ته د چلغوزې د فصل سبمالولو اجازه هم ورکړې ده خو نوموړی وايي د لارې د تلو اجازه دهغه په واک کې نه ده.

شېرادم وزیر د بکاخېلو په منډۍ کې د چلغوزې کاروبار کوي، وايي د تېرو څلور کالو راسې د شوال نه منډۍ ته چلغوزه نه راغلې منډيي شاړه شوې ده.

هغه وويل د دغلته نه چلغوزه پنجاب او بيا هند ته ځي او بل لور ته زياته چين ته هم لېږل کيږي.

د نوموړي په وېناتېر کال د چلغوزې د يو من قيمت يو لاک ۲۰ زره روپۍ وو، او په تېرو څلورو کالو کې يواځې هغه د کال په سر د ۵۵ لاکو روپو پورې تاواني شوی دی.

په شوال کې د پېدا کېدونکې چلغوزې نه د امدن کره شمېره نه ده معلومه خو شېر ادم وايي هلته څلور زره کورنۍ دي او د چلغوزې نه د يوې کورنۍ د کال ګټه يا امدن شل لاکه روپۍ دی.

د شمالي وزيرستان ترڅنګ په جنوبي وزيرستان کې هم د اربونو روپو امدن چلغوزه پېدا کېږي.

سوداګر وايي د شوال نه د چلغوزې نه راتلو نه که يو لور ته د سیمې خلک تاواني شوی نو بل لور ته ترې ملکي معيشيت ته کېدونکې ګټه هم نه ده شوې.

په شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د وسله والو په ضدد ضرب عضب په نوم پوځي عمليات پېل شوي چې له امله يې د سيمې اوسېدونکي کډه شوي وو.

که څه هم د شمالي وزيرستان د زياتو برخو خلک بيرته خپلو علاقو ته ستانه شوي خو شوال ته لا بيرته خلک نه دي تللي.

د پوليټيکل ايجنټ په وېنا د شوال چلغوزه به وړاندې وسله والو طالبانو خرڅوله اووسلې به يې پرې اخستې، خو نوموړی وايي په سيمه کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې چلغوزه د سيمې خلکو ته بيرته وسپارل شوه.

د سيمې خلک وايي د جنوبي وزيرستان چارواکي دې د خپل پرمټ او راهدارۍ په خاطر د سيمې خلک نه مجبوروي، چې په ګرانه او تاواني لار يې بوځي.

دويې ويلي چلغوزه يې د ټول کال د ګټې يواځینۍ لار ده او که دويې د جنوبي وزیرستان په لار مارکيټ ته چلغوزه وړي نو ګټه څه چې د تاوان سره مخ کيږي.

د سيمې خلکو د پوليټکل انتظاميې په خواست د خېبرپښتونخوا د ګورنر، کورکمانډر پېښور، جي اوسي ميرانشا، جي او سي وانا او دبنو د کمشنر او مرستيال کمشنر اېف ار بنو په نوم هم استولی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG