لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان طالبانو لخوا امریکې په ضد دپاکستان پوځ سره اوږه په اوږه دجنګیدو اعلان


sami ul haq
sami ul haq

دافغانستان دطالبانو تحریک اؤ داکوړی دحقانیه مدرسې مشر مولانا سیمع الحق اعلان کړی که چرې امریکا دپاکستان په ضد دڅه رقم تیري اقدام وکړي نو دافغانستان دطالبانو تحریک اؤ دحقانیه مدرسې په ګډون به دپاکستان دټولو مدرسو طالبان په ګډه دامریکا په ضد جګړه کې دپاکستان مرستې ته راودانګي.

مولانا سمیع الحق چې ځانته د طالبانو روحاني پلار وایي اؤ دعوه کوي چې دطالبانو ټولو مهمو مشرانو اؤ کمانډرانو دهغه په مدرسه کې سبقونه ویلي په پاکستان کې دګڼو تندروه ډلو د تنظیم دفاع پاکستان کونسل مشري هم په غاړه لري.

په دفاع پاکستان کونسل کې هاغه تندروه وسله والې ډلې هم شامل دي چې دپاکستان حکومت ناچله ګرځولي خو څیړونکي وایي چې دغه کونسل دپاکستان دپوځ په ملاتړ خپل فعالیتونه ترسره کوي.

دجمعې په ورځ وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې مولانا سیمع الحق ویلي دافغانستان د ټولو علماؤ اؤ طالبانو درې ورځنۍ غونډه په افغانستان کې شوې چې پکې د صدر ډانلډ ټرمپ افغانستان اؤ پاکستان دپاره د نوې تګلارې جاج اخستل شوی.

هغه وویل دغه غونډه د افغانستان دعلماؤ دائتلاف د سیوري لاندې دمفتي محمود ذکري په مشرۍ کې شوې چې په لویې شمیر پکې د طالبانو مشرانو اؤ بیلابیلو علماؤ برخه لرله.

مولانا سیمع الحق وویل دغه غونډې د دریو ورځو دغور اؤ بحث نه وروستو خپل پریکړه لیک هغه( مولانا سمیع الحق) ته رالیږلي اؤ په دغه پریکړه لیک کې په جار ویل شوي چې دامریکا یا هند لخوا د تیري صورت کې به دافغانستان طالبان دپاکستان ترشا په کلکه ودریږي.

مولانا سیمع الحق زیاته کړه طالبان دامریکا په ضد جګړې ته سخت لیواله دي اؤ وایي که دامریکا پاکستان سره جنګ ونښلي نو هغوئ به دپاکستان دپاره داسې په نره قربانۍ ورکړي لکه دافغانستان دپاره چې یې روانه جګړه کې ورکوي.

مولانا سیمع الحق نه چې کله ډیوه راډیو پوښتنه وکړه چې ایا پاکستاني طالبان اؤ دحقانیه مدرسې طالبان به هم دپاکستان دپوځ ترشا ودریږي نو وئ ویل “داچې تاسو ورته دپاکستاني طالبانو تحریک وایئ داخو طالبان نه دي څوک چرسیان مرسیان راجمع شوي دي ، دوئ په ملک څه کوي “

خو په ډاګه کړه که چرې امریکا یا هند په پاکستان تیری کوي نو نه یوازې د دارالعلوم حقانیه بلکې دګرد هیواد ددیني مدرسو طالبان اؤ دیني عالمان به دامریکا اؤ هند خلاف جګړې دپاره میدان ته را اوځي اؤ دپوځ سره اوږه په اوږه به دخپلې خاورې نه دفاع کوي.

هغه دپاکستان دحکومت اؤ پوځ نه غوښتنه وکړه چې دافغانستان طالبانو کوم پریکړه لیک دپاکستان په حق کې جاري کړی باید په سمدستي ډول ددې هرکلی وکړي اؤ طالبان دې ځانته راجوخت کړي.

ډیوه راډیو سره د خبرو په مهال مولانا سمیع الحق دپاکستاني طالبانو تحریک ته سخت په قهر ؤ اؤ په یوه موقعه یې دهغوئ دپاره دخولې نه کنځل هم وختل اؤ وئ ویل دپاکستان اصل بچي خو په دیني مدرسو کې زده کړه کوونکي طالبان دي.

دامهال دمولانا سیمع الحق په دیني مدرسه دارالعلوم حقانیه کې په زرګونو طالبان په زده کړو بوخت دي.

تیر کال دخیبرپښتونخوا دحکومت له لوري د اکوړي حقانیه مدرسې سره د ۳۰ کروړو روپو دمرستې راپورونه په میډیا مخې ته راغلي وؤ چې څیړونکو پرې سختې نیوکې کړې وې اؤ‌ ویلي یې وؤ دا پیسې په اصل کې د ترهګرو د روزنې د کار دپاره ورکړل شوي دي.

نړیواله ټولنه اؤ ځانګړي ډول واشنګټن اؤ کابل دعوه کوي چې پاکستان پخپله خاوره کې طالبانو اؤ نورو هاغو تندلارو وسله والو ډلو ته خوندي ځالې ورکړي چې افغانستان کې په افغان اؤ ائتلافي ځواکونو بریدونه کوي.

په پاکستان دا تورونه هم لګول کیږي چې تراوسه یې دتندلارو په ضد څومره عملیات ترسره کړي نو یوازې هاغه طالبان یې په نخښه کړي چې دپاکستان ریاست ته یې سترګې برندې کړي دي اؤ هاغه ډلې چې افغانستان کې ورانکاري کوي په دغو عملیاتو کې ورته هیڅ نه دي ویل شوي.

خو پاکستان دنړیوالې ټولنې دغه دعوې ردوي اؤ وایي دترهګرو په ضد یې د امتیاز پرته ګامونه اخستي دي

امریکا صدر ډانلډ ټرمپ افغانستان دپاره دنوې تګلارې اعلانولو په وخت ګواښ کړی چې نور به پاکستان کې دتندروه ډلو په ځالو غلی پاتې نه شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG