لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ۹/۱۱د پېښې وروستو د ترهګرۍ په ضد جګړې ته د پښتنو سياستمدارو نظر


څيړونکي وايي په سیمه کې به د ترهګرۍ د خاتمي دپاره پاکستان، افغانستان او امريکا له په ګډه کار کول وي.
څيړونکي وايي په سیمه کې به د ترهګرۍ د خاتمي دپاره پاکستان، افغانستان او امريکا له په ګډه کار کول وي.

پښتانه ملت پاله سياستمدار وايي په افغانستان او پښتنه سيمه کې د ۹/۱۱ نه وړاندې داسې حالات جوړ کړی شوي وو چې له امله يې دغه پېښه رامنځته شوه، او د هغې وروستو په پښتنه سيمه کې ترهګري او انتهاپسندي په نوي شکل کې بدل شوه.

د عوامي نيشنل ګوند افراسياب خټک وايي، "د ۷۰م په لسيزه کې د نړۍ سوړ جنګ په پښتنه سيمه کې تود شو او د ۹/۱۱ نه وروستو دا په يو نوي شکل کې بدل شو، اوپښتانه په داسې مصيبت کې ګېر دي چې پښتانه يې نه غواړي خو بيا هم دغه جنګ نه ختميږي".

نوموړی وايي "د غلطو پاليسو له کبله دا جګړه روانه ده پښتانه يې وځپل خو که د پښتنو په خاوره جګړه روانه ده نو نور ترې هم څوک محفوظ نه دي ټولې سيمې او نړۍ ته يې تاؤ رسېدلی او دا د غلطو رياستي پاليسو نتيجه ده".

ښاغلی خټک وايي چې د پاکستان او افغانستان اړيکې د تاؤ تريخوالي ښکار وي حالات خراب وي، "اوبه خړې وي نو دبهر نه به خلک راځي او کبان به پکې نيسي".

ايا په نزديو کې د پښتنو په سیمه ترهګري او د ترهګرۍ په ضد جګړه په ختمېدو وينئ؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي وويل،

"پکاره ده چې د پاکستان په سياست کې بدلون راشي د افغانستان سره د ورورولۍ لاس ورکړي او افغانستان ورته هم مثبت ځواب اووايي، او که تاؤ تریخوالی وي ګټه به يې ترهګر پورته کوي او په دې وخت کې زياته زمه واري په پاکستان راوړي او که سم سياست اختيار کړي ښه رول يې کېدی شي".

د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان خان کاکړ هم وايي په افغانستان کې بهرنو قوتونو چې پکې عرب ملکونه او پاکستان هم شامل وو داسې حالات جوړ کړه چې د ۹/۱۱ پېښې ته يې لار هواره کړه.

هغه وويل "افغانستان کې د ډاکټرنجيب حکومت لرې کړی شواو نړۍ بيا د افغانستان نه سترګې واړولې، او چې د ۹/۱۱ پېښه وشوه وسله وال څه د وړاندې نه او څه وروستو پښتنو سيمو ته راخواره شو".

هغه وویل پاکستان د وسله والو په ضد د ضرب عضب او په نورو نومونو باندې پوځي عمليات وکړل خو داخله او خارجه پاليسي داسې جوړه نشوه چې دغه ناسور ختم کړي.

عثمان کاکړ وايي، "داخله او خارجه پاليسي د پاکستان د اسټبلشمنټ په لاس کې ده که چرته دپارليمان په لاس کې وی نو کېدی شي سياسي حکومتونو ډېر وړاندې د ترهګرۍ د خاتمې ترڅنګ د ګاونډي ملکونو سره اړیکې سمې کړی وی".

د قامي وطن پارټۍ سکندر شېرپاؤ وايي، "د ۹/۱۱ نه وروستو په ګرده نړۍ کې بدلون راغلی او زېاتې اغېزې په پښتنه سيمه شوي دي پښتانه په خپل وطن بې کوره شو او هغه شان د مشکلاتو سره مخ دي".

شېرپاؤ وايي، د وخت ضرورت دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې ښه شي او په يو ځای د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ د مخنيوي دپاره ګامونه واخلي په شریکه دې حل لاره ولټوي، ګنې حالات به هم دغسې روان وي.

څيړونکي وايي په سیمه کې به د ترهګرۍ د خاتمي دپاره پاکستان، افغانستان او امريکا له په ګډه کار کول وي.

بريګيډيئر (ر) سعيد نظير وايي ، د۹/۱۱ نه پس ډېرې جګړې وشوې په خصوصي توګه لراو بر پښتانه يې وځپل، او تراوسه د دې جګړې د نه ختمېدو علت د نوموړي په وېنا دا دی چې" د ۹/۱۱ مقصد القاعده او طالبان ختمول ؤ او هغه مقصد په اول کې ترلاسه شوی هم ؤ، خو د هغې وروستو په افغانستان کې د خپلې مرضۍ داسې حکومت راوستل او مورچه نيول ؤ چې بیا داسې قسمه حالات جوړ نشي".

خو نوموړي وايي،" هغه لړۍ دومره اوږده چې سيمې ته ترې امن رانغی بلکې تاوان يې زيات رامنځته کړو، خپله د امريکې په اربونو ډالره خرڅ شو د پاکستان په ملينونو ډالره تاوان شو او د افغانستان د تاوان هډو سر معلوم نه دی".

هغه زياته کړه د امن نه راتلو يو علت دا دی چې په سيمه کې ترهګرو ته نوې لارې په لاس ورغلې، او "د يو بل د کمزورو نه ګټه پورته کول خپله کوتاهي پټول او خپله کمزوري په بل اچول پېل شو د پاکستان ، افغانستان او امريکا ترمنځ، بيا پکې د امن خبرې هم شوې خود امن دښمنانو هغه فاش کړې".

هغه وايي وايي په سيمه کې د ترهګرۍ د بدامنۍ د خاتمې او امن راوستو دپاره يواځينۍ لاره د خبرو اترو ده چې د سيمې هېوادونه او نړیوال قوتونه پکې خپله برخه واچوي ګنې د کلونو دا جګړه به نوره هم په کلونو کلونو روانه وي.

د دفاعي او بهرنو چارو کار پوهه همابقايي وايي، د ۹/۱۱ نه وروستو رامنځته شوؤ حالاتو نه يواځې افغانستان، پاکستان بلکې منځنی ختيځ او ګرده نړۍ يې په سر راخستې ده، او "د القاعده نه پېل شوې قيصه اوس په نورو شکلونو کې موجود ده".

بقايي وايي زورور قوتونه زور کاروي پوځي لار يې خپله کړې او په دغه لار د ترهګرۍ مخه تراوسه ونه نيول شوه، "د دې حل يواځې پوځي نه دی سياسي هم دی چې په شريکه د دې د مخنيوي دپاره ګرده نړۍ خپلې زمه وارۍ پوره کړي".

هغه وايي په خصوصي توګه که "پاکستان او افغانستان په يو بل تورونه لګوي نو د دې نه مسله حل کيږي نا، نور قوتونه ترې ګټې پورته کوي دويې له په شريکه حل لاره لټول پکار دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG