لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پاکستان دې اول په ملک کې مېشتو روهنګيا ته حقونه ورکړي"


د روهنګيا خلک په کراچۍ کې ډېر د غريبۍ ژوند کوي په کچه ابادو کې مېشت دي، سکولونه روغتونونه يې په ابادو کې نشته يواځې دينې مدرسې او جوماتونه لري.
د روهنګيا خلک په کراچۍ کې ډېر د غريبۍ ژوند کوي په کچه ابادو کې مېشت دي، سکولونه روغتونونه يې په ابادو کې نشته يواځې دينې مدرسې او جوماتونه لري.

په پاکستان کې مېشت روهنګيا مسلمانان وايي، د پاکستان حکومت او ځينې مذهبي سياسي ډلې په برما کې په روهنګيا د ظلمونو په ضد غږ پورته کوي خو په ملک کې دننه د روهنګيا تپوس څوک نه کوي چاته چې دلته بنيادي بشري حقونه نشته.

په پاکستان کې مېشت روهنګيا مسلمانان وايي، د پاکستان حکومت او ځينې مذهبي سياسي ډلې په برما کې په روهنګيا د ظلمونو په ضد غږ پورته کوي خو په ملک کې دننه د روهنګيا تپوس څوک نه کوي چاته چې دلته بنيادي بشري حقونه نشته.

د کراچۍ ښار په کورنګۍ ارکان اباد سيمه کې اوسېدونکی 25 کلن نور محمد وايي پلارنی وطن يې برما او روهنګيا مسلمان دی، ډيوه ريډيو ټي وي سره په خبرو کې نوموړي وويل د تېرو څو ورځو راهسې د برما په روهنګيا مسلمانانو د ظلم قيصي او په ضد يې پاکستان کې د مظاهرو خبرونه هم اوري خو هغه وايي پاکستان دې اول دلته په خپل ملک کې مېشتو روهنګيا ته بنيادي بشري حقونه ورکړي،

" مونږ په دې سوچ يو چې د پاکستان حکومت وايي چې ظلم مه کوئ نو اول دې دلته چې په پاکستان کې موجود دي هغوي ته دې شهريت ورکړي بيا به مونږ اووايو چې پاکستان ظلم نه کوي".

نور محمد وايي د شناختي کارډ نه لرلو له امله ځوانان تعليم نشي کولی او نه ښه روزګار کولی شي بيا زیات خلک سمندر ته ځي کبان نيسي،

په ارکان اباد کې د روهنګيا يا برما د خلکو د مرستو دپاره د غېردولتي تننظيم غړی ساجد عثماني وايي، په کراچۍ کې نزدې پينځه لاکه روهنګيا په ۱۰۷ مختلفو علاقو کې اباد دي، چې پکې يوه ګڼ مېشته سیمه ارکان اباد ده، ارکان اباد برما راکائن يا راخائن سيمې په نوم جوړه ده، خو په کراچۍ کې نه خو په دولتي کچ او نه د کومې بلې غېردولتي ملکي يا بهرنۍ ادارې سره د دوي کومه کره شمېره موجوده ده.

ساجد وايي د برما نه د ۷۰ م په لسيزه کې د ظلمونو او تنګ ژوند نه ستړي روهنګيا کراچۍ ته راکډه شوي دي، هغه وايي ځينو خلکو د پاکستان شناختي کارډونه هم ترلاسه کړي خو د دويې سره د غېرملکيانو په رنګ چلند کيږي،

"څنګه چې نورو ملکونو د روهنګيا خلکو ته شهريت ورکړی دغه شان دې پاکستان هم ورکړي او د يو وګړي په حېث حقوق دې دويې ته هم ورکړی شي، او د نادرا يوه دا الميه هم ده چې غټ رشوت ورکړې د هر ملک وګړي ته شناختي کارډ ورکوي، د ۱۰زرو نه واخله تر ۵۰ زرو پورې روپۍ اخلي او کارډ ورکوي".

هغه وايي د روهنګيا خلک په کراچۍ کې ډېر د غريبۍ ژوند کوي په کچه ابادو کې مېشت دي، سکولونه روغتونونه يې په ابادو کې نشته يواځې دينې مدرسې او جوماتونه لري.

د لسو بچو پلار محمدمينار هم وايي "په ۱۹۷۲ کې کراچۍ ته راغلي په سمندر کې مزدوري کوي او تل يې په غريبۍ کې ژوند تېر کړو".

په ميانمار کې په روهنګيا مسلمانانو د ظلمونو د خبرونو مخې ته راتلو وروستو د پاکستان په حکومتي کچ او سياسي مذهبي ګوندونه احتجاج او مظاهرې کوي چې د روهنګيا مسلمانانو سره دې ظلم بند کړی شي خو په کراچۍ کې مېشت د روهنګيا خلک وايي پاکستان دې د ظلمونو ښکار خلکو سره لاس وکړي خپل ملک ته دې راوبلي او د هغې نه علاوه دې دلته مېشتو روهنګيا ته د ملک د وګړي په سترګه وګوري.

په پاکستان کې مېشت روهنګيا
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG