لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پروفېسر (ر) ضياالقمر په حق رسېدلی


ارواښاد د پېښور په اېډورډز کالج کې د انګرېزۍ ژبې د استاذ سره د ارټ او ډرامه څانګې مشر پاتې شوی ؤ.
ارواښاد د پېښور په اېډورډز کالج کې د انګرېزۍ ژبې د استاذ سره د ارټ او ډرامه څانګې مشر پاتې شوی ؤ.

د پېښور اېډورډز کالج ياد پوهاند او هنر مند پروفېسر (ر) ضاالقمر نزدې د ۷۱ کالو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی او په خپل کلي نوښار ازاخېلو کې خاورو ته سپارل شوی دی.

ارواښاد ضياالقمر ابتدايي زده کړې په خپل پلارني کلي نوښار ازاخېل بالا کې او بيا يې لوړې زده کړې په پېښور کې کړې په انګرېزي ادب کې ماسټري کړې وه.

هغه په کال ۱۹۶۴م کې د پېښور په ياد اېډورډز کالج کې د انګرېزۍ د استاذ په توګه دنده پېل کړې او تر د کال ۱۹۹۶م پورې په دغه چوکۍ پاتې شوی ؤ.

ضياالقمر د استاذۍ سره د پاکستان ټيلي ويژن د پښتو او اردو ژبې په يو شمېر ډرامو کې د هنرمند په حېث هم کار کړی او ياد خوندور کردارونه کړي دي.

لکه د بېلګې په توګه (خوبونه) نوموې ډرامه کې د هغه د سپين خان کردار ـ هغه زياتره دياد ډرامه ليکونکي ډاکټر محمداعظم اعظم په ډرامو کې کردارونه کړي وو.

ارواښاد د پېښور په اېډورډز کالج کې د انګرېزۍ ژبې د استاذ سره د ارټ او ډرامه څانګې مشر پاتې شوی ؤ.

ياد خبريال او څيړنکار اسماعيل خان چې د ارواښاد شاګرد پاتې شوی وايي، ضياالقمر يو روايتي استاذ نه ؤ هغه دوست ؤ شفيق ملګری ؤ.

هغه وویل ، " دخدای بخښلي په رنګ قابل استاذان نه ؤ، هغه يو خوش لباسه انسان ؤ تل به يې د کوټ په جېب کې ګل پروت ؤ، تل ځوان ؤ، خوږ انسان ؤ او د زده کړو سره به يې هر وخت په کالج کې د زده کوونکو دپار غېر نصابي هلې ځلې راجوړې کړې وې".

اسماعيل خان وايي، "زما دپاره اېډورډز کالج ضياالقمر، او ضياالقمر اېډورډز کالج ؤ".

د پېښور پبلک سکول او کالج استاذ او خبريال شېرعالم شينواري وايي، "ضیاالقمر په اېډورډز کالج کې د زده کړو سره هلکان د فن، ارټ او موسیقۍ سره اشنا کړي، او د هغې ژوندی مثال هارون باچا دی".

ياد سندرغاړي هارون باچا د ضياالقمر په مړينه په فېس بک پاڼه ليکلي،" له زرګونو شاګردانو څخه يې يو زه هم يم. نفيس سړی او مهربان استاد وو.هم ضيا صيب وو چې پېښور ټي وي ته يې بوتلم او پر خپل ولس يې د يوه سندرغاړي په توګه وپېژندم منندوی يې يم او د مغفرت لپاره يې دعا ورته کوم".

خبريال ابراهيم شينواری هم د ضیاالقمرشاګرد پاتې شوی وايي، " ارواښاد ګڼ اړخيزه شخصيت ؤ يو کمال يې دا ؤ چې په يو وخت به يې د شپږو اته ؤ کسانو سره خبرې کولې نو داسې به لګېده چې هغه د هر يو تن سره ځان ځانله لګيا دی، هر چاته به یې پام ؤ".

شينواري وايي د هغه د فن يا هنرمندۍ سره شوق هم ؤ خو د دې يو علت د هغه معاشي ستونزه هم وه.

د ارواښار په اولاد کې دوه لوڼه وې، او په وروستيو کې د شوګر او کېنسر د ناروغو سره مخ شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG