لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماریه تورپېکۍ" د پاکستان سړي چې عادتونه بدل نه کړي، ښځې دې واده نه کوي"


ماریه تورپېکۍ واي په پاکستان کې دې ښځې تر هغې واده نه کوي تر څو سړو خپل عادتونه سم کړي نه وي. هغه واي د پاکستان ټولنه ښځو ته د سپک کتلو په وجه نيمگړې او شله گوډه ده.

ماریه د سکواش لوبغاړې ده او د پاکستان د قبايلي سيمې جنوبي وزیرستان سره تعلق لري. په ماریه په ټولنيز رسنېوهغه وخت سخت ټکونه وشول چې د هغې سیاست دانې خورعایشه گلالۍ د پاکستان تحريک انصاف د گوند څخه د بېلېدلو اعلان وکړو. د عایشه تور ؤ عمران خان ورته نامناسبه پېغامونه لیږلي دي. عمران خان دغه تورونه رد کړي دي.

د پخواني کرکټ ستوري عمران خان د گوند په جلسو کې جينکۍ هم په گڼ شمېر کې گډون کوي او په ویډیو فلمونو کې کتل کیدلې شي چې جديد سینگارونو یی کړي وي او رقصونه هم کوي خو په حېرانونکې توگه ددغه گوند د مشرانو په گډون په سوونو کارکونکو د ماریه د سکواش په جامو سخت ټکونه وکړل او هغې ته ېې پېغورونه وکړل. عمران خان په یو ټویټ کې د خپل گوند غړو ته اوویل چې په ماریه دې اعتراضونه، نه کوي. ماریه واي د پاکستانۍ ټولنې اخلاقي او کلتوري کچه ډیره پرېوتې ده.

ددې سوال په ځواب کې چې د یوې ناواده کړې پېغلې چېلنجونه په پاکستان کې څه وي ؟ هغې اوویل په پاکستان کې د ښځو سره ظلمونه کیږي " په پاکستان کې زه وایم ښځو ته د سره واده کول پکار نه دي، او ولې؟ تر څو دلته سړي عادتونه، نه وي ذده کړي، هغې پورې ښځو ته واده پکار نه دی، چې ښځه بهر ووځي دوي ېې چېړي چې ښځه چرته ځي دوي ېې تنگوي"

ماریه واي چې په پاکستان کې خلق په ړندو سترگو په یو بل تهمتونه لگوي هغه واي ددې وجه دا ده چې خلق بې روزگاره دي او وخت ورسره ډېر دی" مونږ ډېر وایو چې دښځو قدر کیږي خود ماشومانو څخه جبرن کار اخستل کیږي او جنسي تیري ورباندې کیږي په دغه خلق خاموشه دي خو په جامو اعتراضونه کوي" ماریه واي د پاکستان ټولنه رشتیا اوریدلو ته لا تیاره نه ده

ماریه د څلورو کالو په عمر کې د پښتنې ټولنې د سختو روایتونو د وېرې په وجه د هلکانو جامې اغوستل شورو کړل. ماریه واي " زما ددې خلقو سره لویه تجربه ده د هلک غوندې هم ستره شوې یم او د جينکو غوندې هم"

ماریه تورپېکۍ په مرکه کې ډیوه ته اوویل چې اوس د چا د اعتراضونو او ټکونو نه ویریږي نا. هغه واي " زه دا معاشره ډیره د نزدې نه پېژنم، دې معاشرې ته دتعليم ضرورت دی، دلته د پوهې کمي ده خو د وخت سره به سمه شي" ماریه واي د پاکستان سره مينه کوي خو خپل سیاسي مستقبل په کینډا کې ويني. ماریه دا وخت د کېنېډا مستقل قانوني استوگنه ده. هغه واي زر به د کېنېډا شهري هم شي.

د ماریه څخه چې تپوس وشو د ژوند خطر درته شته دې نو دهغې ځواب ؤ" ماته اصل کې د طالبانو د طرفه هم خطرې شته... د خلقو نه خو نشته خو دا پروپېگنډه چې چا چلولې ده، زه نه پوهېږم چې ددې په شا څوک دي خو ددې نه زیاتې مسلې کیدې شي"

د ماریه تورپېکۍ د رحمان بونيري سره د مرکې تفصيل واورئ

د ماریه تورپېکۍ د رحمان بونيري سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:07:40 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG