لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د حزب المجاهدين ترهګره ډله ګرځول افسوسناک دي


دپاکستان خارجه دفتر د امريکي دغه ګام ته سخت عکس العمل ويلی او دا يې يو افسوس ناک عمل بللی دی.
دپاکستان خارجه دفتر د امريکي دغه ګام ته سخت عکس العمل ويلی او دا يې يو افسوس ناک عمل بللی دی.

پاکستان د امريکي لخوا د کشمير جهادي ډلې حزب المجاهدين بهر ملکۍ ترهګر ډله ګرځول افسوس ناک بللي دي اوڅيړونکي وايي د امريکي د دغه ګام مقصد په پاکستان فشار اچول دي.

د امريکي د بهرونو چارو وزارت په يو بيان کښي ويلي دي چي د حزب المجاهدين د ترهګرې ډلې ګرځولو مقصد امريکني اولس او نړيوالي ورورولۍ ته ويل دي چي دا يوه ترهګر ډله ده او په دې ډول ترهګرو او ترهګرو ډلو باندې به د امريکي د مالياتي ادارو د کارولو بندېز لګي.

دپاکستان خارجه دفتر د امريکي دغه ګام ته سخت عکس العمل ويلی او دا يې يو افسوس ناک عمل بللی دی.

د خارجه چارو دفتر وېاند نفيس ذکريا ويلي چي د هند د ولقي لاندې کشمير کښي ځايي اولس د ۷۰ کالو راهسې د ازادۍ په مبارزه کې بوخت دي او نړيوالي وررولۍ له پکار ده چې دغلته د ځواکونو لخوا په اولس د کېدونکو تيرو په سر د هند نه حساب واخلي.

اسلام اباد کې د يو خپلواکه تهنک ټينک سنټر فار ريسرچ اينډ سيکورټي سټديز مشر امتياز ګل په دې نظر دی چې د امريکي د دغه ګام مرام په پاکستان فشار اچول دي او د د نوموړي په وينت په موجوده چاپيريال کې د پاکستان دپاره سفارتي وضعه ښه نه ښکاري.

دی وايي وخت راغلی چې پاکستان د کشمير د تندلارو ډلو مشران د خپلي خاورې اوباسي او ورته په ډاګه کړي چي نور فعاليتونه په خپل سر او مټ وړاندې بوځئ.

که څه هم د څيړونکو يوه ډله د هند د ولقې لاندي کشمير کې د پاکستان لخوا د جهادي ډلو کارول د هندي کشميريانو د ازادۍ د غورځنګ دپاره تاواني بولي خو ښاغلی امتياز ګل بيا وايي په وروستيو کې د هندي کشمير دننه د وژل کيدونکو جهادي کمانډرانو په جنازو کې د هر ډول بنديزونو باوجود په غټه کچه د ځاي کشميريانو ګډون ښايي چي جهادي ډلې اوس هم د هغوي په زړونو کښي خوښي لري.

پاکستان د سيمه ييز ملکونو لخوا د خپلو خارجه مقصدونو ترلاسه کولو دپاره د غېر رياستي عناصرو په کارولو تورن ګرځي او هند هم په پاکستان کشمير کې د جهادي ډلو د کارولو تورونه لګوي.

له دې وړانډي هم امريکي د هند ممبۍ ښار ترهګر بريدنو کې تورن جماعت الدعوه ترهګر تنظیم ګرځولی ډؤ،خو په پاکستان کې تر اوسه دا ډله يواځې د څارني فهرست کې اچول شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG