لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داټومي وسلو قاچاق!دمشرف څرګندؤنو پاکستان نړۍ کې رسوا کړی


د جوهري موادو دومره اسان اؤ دیو تن د وس کار نه ؤ ځکه  چې په دغه قاچاق کې په ټنونو درانه مواد او آلات وړل شوي وM
د جوهري موادو دومره اسان اؤ دیو تن د وس کار نه ؤ ځکه  چې په دغه قاچاق کې په ټنونو درانه مواد او آلات وړل شوي وM

د پاکستان خارجه دفتر د هېواد د باندينو چارو پحقله د سينټ کميټې ته ويلي چې دپخواني پوځي امر پرویز شرف لخوا شمالي کوریا ته دپاکستان له لوري د جوهري موادو د ورکولو بیان په نړیوال کچ پاکستان رسوا کړی دی.
دا وينا د خارجه دفتر يو چارواکي تیره ورځ‌ د هېواد د سينټ دبهرنیو اړيکو پحقله قايمه کميټې ته کړې ده.
دبهرنیو چارو د وزارت معاون سکتر يادې کميټې ته ويلې چې په کال ٢٠٠٦ کښې پخواني پوځي صدر پرويز مشرف خپل کتاب ان دي لاين اف فاير کښې ليکلې ؤ چې د پاکستان اټومي ساينس پوهه ډاکټر عبدالقدير خان حساسه جوهري مواد او پرزې شمالي کوريا ته په غير قانوني توګه لیږلې وې.
دبهرنیو چارو د وزارت دغه چارواکي ویلي چې د پخواني صدر دغو څرګندونو دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر په نړيوال کچ ځان سپینؤلو ته اړ کړی اؤ ټولې نړۍ ته همدا وایي چې پاکستان د اټومي وسلو د خوریدو په سخته مخالف دی.
پاکستان د طبعياتو استاد او په جوهري چارو پوهه ښاغلی پرويز هود بهاي وایي حقيقت دادی چې د جوهري موادو دومره اسان اؤ دیو تن د وس کار نه ؤ ځکه چې په دغه قاچاق کې په ټنونو درانه مواد او آلات وړل شوي و.
پرویز هود بهاي وایي ددغو جوهري موادو په قاقاق کې د پاکستان هوایي ځواک هم استعمال شوی ؤ ځکه نو اوس پکار ده چې ددغه معاملې هر اړخيزه او ازادې پلټنې وشي.
دنوموړي په وینا” اوس دا معامله خپل انجام ته رسؤل پکار دي . ځکه چې د قدير خان ددغه فعل د لاسه پاکستان په ګرده نړۍ کښې دومره بدنام شو چې اوس ورته جوهري ټیکنالوجي ترلاسه ګول لا نور هم ګران شويدي”
هغه وایي که په دغه معامله کښې کوم جرنيل ، بل ګوم تن او يا غل ډاکو ککړ وي بايد چې پلټنې ترې وشي.
د خارجه دفتر لخوا دغه جواب د پيپلز ګوند د سينټر فرحت الله بابر هاغه پوښتنې ته راغلی چې پکښې نوموړي ځواب غوښتی ؤ چې د پخواني صدر مشرف څرګندونو باندې د شمالي کوريا له اړخه په سرکاري کچه څه غبرګون مخې ته راغلی اؤ ولې خارجه دفتر د شمالي کوريا غبرګون پټ ساتلی؟
د پا کستان پخواني پوځي امر پرویز مشرف په خپل کتاب کښې ليکلې ؤ چې هېواد کښې فعاله يو خفيه جوهري قابو ٢ درځنه سينټري فيوجيز مشينان اؤ د ځانګړي تيلو ځنې برخې شمالي کوريا ته ورکړې وې.
که څه هم پاکستان ددغو جوهري موادو د قاچاق د تورونو وروستو په پرله پسې توګه وایي چې د هېواد ايټمي وسله او مواد یې محفوظ او په خوندي لاسونو کښې دي خو اوس هم نړيواله ټولنه د پاکستان په دريځ اؤ نيت نه يواځې شکونه لري بلکې اندښمن ده چې هسې نه دپاکستان اټومي وسلې د ترهګرو لاسو ته وغورځیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG