لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طاقتور باید څوک وي؟دپاکستان دپوځ،عدلیې اؤ حکومت ترمینځ دمباحثې منظوري


دعدلیې اؤ انتظامیې په پرتله نن دپاکستان پارلیمان د واکمنۍ له پلوه بیخي ناتوانه اؤ کمزوری دی
دعدلیې اؤ انتظامیې په پرتله نن دپاکستان پارلیمان د واکمنۍ له پلوه بیخي ناتوانه اؤ کمزوری دی

دپاکستان سینیټ په هیواد کې دپارلیمان پیاوړې کولو په غرض د سول حکومت ، پوځ اؤ عدلیې تر مینځ د ادارو په کچه د مباحثې پیل کولو منظوري ورکړې ده.

پاناما قضیه کې دعدلیې لخوا د پخواني وزیراعظم نوازشریف د واک نه دلرې کولو څخه راپدیخوا هیواد کې په رامنځته شوي وضعیت سینیټ کې دبحث کولو په وخت پریکړه شوې چې دهیواد د درېواړو طاقتورو ادارو لوړ پوړي چارواکي به سینیټ ته رابلل کیږي.

دا به دپاکستان په تاریخ کې لمړی ځل وي چې ددغه هیواد د طاقتور پوځ اؤ عدلیې دقاضیانو نه به په سینیټ کې مخ په مخ وپوښتل شي چې په هیواد کې باید تر ټولو بالا یا طاقتوره اداره کومه وي؟

څیړونکي وایي که په پارلیمان کې طاقتور پوځ سره مباحثه کیږي اؤ که بل هر عمل خو پوځ به په هیڅ صورت دخپلې زورورتیا، بالادستۍ اؤ سیاسي ګوندونو ته د خپلو استخباراتي شبکو د جاسوسانو ورننویستلو څخه لاس وانه خلي.

د پنجنشبې په ورځ د سینټ دغونډې په مهال د سینیټ چئیرمین ښاغلي رضا رباني ویلي چې پارلیمان مضوبوطول د ټولو ادارو ګډ مسؤلیت دی اؤ ددې دپاره د ادارو ترمینځ مباحثه ضروري ده.

هغه ویلي چې دعدلیې اؤ انتظامیې په پرتله نن دپاکستان پارلیمان د واکمنۍ له پلوه بیخي ناتوانه اؤ کمزوری دی اؤ کله امریت(پوځ) اؤ کله عدلیه په پارلیمان ورخیژي.

دسینیټ مشر زیاته کړې ده چې سیاسي ګوندونه د پارلیمان واکمني په سنجیدګۍ سره نه اخلي اؤ د کورني سلامتیا چارې اؤ نړیوال تړونونه پارلیمان ته نه وړاندې کوي چې له امله پارلیمان ورځ تر ورځه نور هم کمزوری کیږي.

په دغه مهال دپاکستان پیپلز ګوند سنیټیز ډاکټر کریم خواجه ویلي چې دهیواد دائین په اساس عدلیه دپارلیمان تابع ده خو دلته عدلیې مدام د پوځي مرکز یا جي ایچ کیو ملاتړ کړی دی .

هغه ویلي چې دهیواد دپاره خارجه پالیسۍ جوړول هم دپارلیمان کار دی خو له بده مرغه په پاکستان کې پارلیمان ته دا واک نه دی ترلاسه چې خارجه پالیسۍ جوړې کړي.

له دې دوه ورځې وړاندې د پلډاټ په نوم یوې څیړنیزې ادار‌ى هم پخپل رپوړټ کښي ویلي وؤ چې دپاکستان پوځ ددغه هیواد سیاسي حکومت دې ته نه پریږدي چې خارجه پالیسۍ په پارلیمان کې جوړې شي اؤ له دغه امله پاکستان کې د پوځ اؤ حکومت ترمینځ‌ واټنونه سیوا شوي دي.

سنیټیر فرحت الله بابر هم په سینیټ کې دعدلیې اؤ پوځ په کردار سخت ټکونه کړي اؤ ویلي یې دي چې کله هم په پاکستان کې پوځي‌ جرنیل ائین مات کړي نو دهغه په ضد مقدمه درج شي خو چې عدلیې ته د رابللو وخت یې راشي نو بیا ورته په هسپتال کې پناه ورکړل شي.

هغه وویل دعدلیې قاضیان هم دائین په ماتولو د پي‌ سي او لاندې لوړه کوي خو عجیبه دا ده چې په هیواد کې جج اؤ جرنیل دائین ماتولو باوجود صادق اؤ امین پاتې کیږي اؤ د پارلیمان غړو ته په دغسې کولو داساسي قانون د۶۲-۶۳ مې مادې دلاندې سزا ورکړل کیږي.

فرحت الله بابر وویل تر څ چې پارلیمان کې د ټولو په یو شان احتساب خبره ونه شي تر هغې هیواد نه دغبن نوغی نه شي ویستل کیدلی.

په دغه مهال د جماعت اسلامي سنیټیر ښاغلي سراج الحق هم غوښتنه کړې چې په ججانو اؤ جرنیلانو هم باید د ائین ۶۲-۶۳ دفعې عملي کړل شي.

دپښتونخوا صوبې نومیالی قانوندان اؤ ملت پاله سیاسي مشر ښاغلي عبداللطیف اپریدي وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي په ائینې توګه پوځ د انتظامیې ماتحت دی خو په عمل کې دپاکستان پوځ دومره طاقتور شوی چې اوس یې انتظامیه د خپل واک لاندې نه شي راوستلی.

هغه وایي په لنډو ورځو کې ولیدل شول چې په پاکستان کې د صدر، وزیراعظم، خارجه اؤ دفاع د وزیرانو هیڅ کردار په نظر نه راتلو اؤ هر څه د پوځ سرلښکر جنرال باجوه پخپل سر کول.

هغه وویل په ټوله دنیا کې پوځ د ددفاع د وزیر تر څارنې فعالیت کوي خو په پاکستان کې پوځ هډو دې ته تیار نه دی چې د افغانستان، هند، امریکا، ایران اؤ‌ سعودي عرب په حواله دخارجه پالیسو ائني واک حکومت ته پریږدي یا ځان د حکومت ماتحت وګني.

هغه وویل د پوځ د همدغه سر زورۍ وجه ده چې نن په نړۍ کې پاکستان ته د ترهګر په نظر کتل کیږي اؤ د چین نه علاوه ترې نورو ټولو هیوادونو خپل ځان رانغښتی دی.

دپښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګي پخواني مشر ښاغلی اعجاز خټک هم بیا په سینیټ کې پیل کیدونکې دغه مباحثې ته د یو ښه ګام په نظر ګوري خو وایي چې زیاتې هیلې ترې نه شي لرل کیدلی.

نوموړي ډیوه راډیو ته وویل په سینیټ کې چې د ادارو مشران راټولیږي نو هغوئ کوم نوي تړون ته خو نه شي رسیدلی ځکه چې د ادارو تر مینځ تړون خو وړاندې نه دائین په شکل موجود دی خو دومره به وشي چې ټولې خواوې به خپلو ،خپلو مسولیتونو ته متوجي شي.

هغه وویل په پاکستان کې د جمهوریت اؤ سیاست د دوام دپاره ددغسې مکالمو د ارزښت څخه انکار نه شي کیدلی خو مهمه به دا وي چې دپاکستان سیاسي ګوندونه پخپله ځان د اولس غږ وګڼي اؤ د افرادو د خوښې مطابق د فعالیتونو څخه ډډه وکړي

دپاکستان داساسي قانون په ۶۲-۶۳ مادو کې هرتن ته د مسولیت ورکولو دپاره دا شرط ایښودل شوی چې دغه تن به امین اؤ صادق وي اؤ پخوانی وزیراعظم نوازشریف هم ددغه مادو په اساس د وزیراعظمۍ د څوکۍ نه کوز کړی شوی دی.

خو اوس د نوازشریف اقتدار څخه د کوزیدو راپدیخو په ټول هیواد کې تاوده بحثونه راپاریدلي چې دپاکستان پوځي جرنیلانو اؤ ججانو هم وخت په وخت ائین مات کړی په هغوئ ولې داساسي قانون دغه دفعې نه لګول کیږي؟

دنوازشریف اقتدار څخه د لرې کیدلو نه وروسته په نړیواله میډیا څیړونکو داسې شننې یا تجزیې کړې دي د نواز شريف دلرې کولو پشا اصل وجه دهغه غبن نه بلکې دهند اؤ افغانستان په هکله دحکومت لخوا د پوځ په تګلارو عمل نه کول وؤ.

ددې ترڅنګ په دغو تجزئیو کې دا هم ویل شوي وؤ چې دنواز شریف حکومت د هیواد استخباراتي شبکې ایي ایس ایي نه په هاغو تندلارو ډلو دبندیز غوښتنه کوله چې په فعالتیونو یې دنړیوالې ټولنې لخوا سخت ټکونه روان دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG