لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې په داعش دپاکستان واویلا ته څیړونکي څنګه ګوري؟


عقیل یوسفزئ وایي دامهال ټوله دنیا دافغانستان سره ولاړه ده اؤ په پاکستان تور لګوي چې د ترهګرو تنظیمونو سرپرستي کوي
عقیل یوسفزئ وایي دامهال ټوله دنیا دافغانستان سره ولاړه ده اؤ په پاکستان تور لګوي چې د ترهګرو تنظیمونو سرپرستي کوي

افغانستان کې جګرو ته په لمن وهلو تورن هیواد پاکستان ویلي دافغانستان په خاوره د بې ثباتۍ له امله داعش خپلې پښې مضبوطوي اؤ دغلته دداعش موجودیت دپاکستان دپاره ګواښ دی.

خو څیړونکي بیا دپاکستان دغه دریځ خندنی ګڼي اؤ وایي چې یو خوا پاکستان پخپله افغانستان کې په اړي ګړي اؤ بې ثباتۍ تورن دی بلخوا هاغه داعشیان ځان دپاره خطرګڼي چې هم دپاکستان دخاورې نه افغانستان ته ور اوختي دي.

د پنجشنبې په ورځ مطبوعاتو ته داحوال تیرولو په وخت د پاکستان دبهرنو چارو ددفتر ویاند ښاغلي نفیس ذکریا ویلي چې افغانستان پاکستان دپاره زیات ارزښت لري همدغه وجه ده چې پاکستان دپولې دواړو غاړو ته د ترهګرۍ په ضد دکوټلو ګامونو اخستو اؤ دبشپړ امن ټینګولو دپاره هڅې کوي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند وویل افغانستان کې چې د امن اؤ سولې دپاره هرعمل ترسره کیږي پاکستان په هغې کې برخه لري اؤ غواړي چې نور په دغه خاوره جنګونه ودریږي.

خو دپښتونخو وتلی خبریال ښاغلی عقیل یوسفزئ وایي دامهال ټوله دنیا دافغانستان سره ولاړه ده اؤ په پاکستان تور لګوي چې د ترهګرو تنظیمونو سرپرستي کوي.

وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې عقیل یوسفزي وویل د افغانستان په هکله اؤ دترهګرۍ په ضد جګړې دپاره دپاکستان تګلارې په دې نه دي بریالۍ شوي چې نړۍ دپاکستان په دریځ قانع کړي اؤ همدغه وجه ده چې په پاکستان ورځ تر ورځه نړیوال فشارونه سیوا کیږي.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند دا هم وویل چې جنوبي ایشاء دپاره امریکا کومه تګلاره جوړوي پاکستان دهغې جاج اخلي اؤ دپاکستان په سفر راغلو امریکایي سنیټیرانو سره مو افغانستان کې دامن په هکله رغنده اؤ ګټورې خبرې کړي دي.

خارجه ویاند زیاته کړه چې امریکا افغانستان کې دسولې دپاره د څلورو هیوادونو دفورم غړیتوب لري اؤ دغه هیواد پخپله هم دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان دقربانیو اعتراف کړی دی.

خو خبریال عقیل یوسفزی بیا وایي چې دپاکستان دافغان تګلارې څخه دخارجه دفتر مامورین هیڅ خبر نه دي اؤ نه ورته چا په دغه هکله معلومات ورکړي بلکې ټولې خبرې یې هوایي بڼه لري.

هغه وویل پخپله دپاکستان پارلیمان نه دا غږ راپورته کیږي چې دافغانستان دپاره پالیسي په پارلیمان کې نه بلکې په پوځي هیډکوارټر کې جوړیږي.

دښاغلي یوسفزي په وینا ”تر پرونه دوئ دعوې کولې چې دکوئټې شورا پاکستان کې نشته خو چې زور پرې راغلی نو تیره ورځ یې د کوئټې په بیلابیلو سیمو کې دترهګرو په ضد عملیات وکړل اؤ په لسګونو افغان جنګیالي یې ونیول، دا ښایي چې سیمې دپاره

دامریکا دتګلارې نه وړاندې پاکستان ځان امریکا اؤ نړۍ ته سپینول غواړي”

افغانستان کې دداعش دمضبوطیدو په هکله عقیل یوسفزي وویل چې افغانستان کې دا مهال دداعش دکمانډرانو څخه د۱۲ؤ تعلق دپاکستان سره دی اؤ دغلته دداعش دموجودګۍ زیاته خطره هم پاکستان ته ده.

دافغانستان یو بل وتلی خبریال ښاغلی جاوید احمد همیم کاکړ بیا دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر د ویاند دا منطق خندنی ګڼي چې افغانستان کې دداعش موجودیت پاکستان دپاره خطره ده اؤ وایي دغه داعشیان خو هم دپاکستان له خاورې افغانستان ته اوختي دي.

ډیوه ویب پاڼې ته ښاغلی جاوید همیم ویلی افغان او ناټو چارواکي دریځ لري چې په افغانستان کې دداعش ٧٠ سلنه وسله وال د اورکزو ايجنسۍ دي، له هاغه خوا راغلي، هلته روزل کيږي او له هاغه ځايه ورته پیسې او وسلې هم راځي، ځکه چې په مينځ کې يې يواځې د ډيورنډ پوله ده.

هغه وویل پاکستان چې کله په شمالي وزيرستان او اورکزو ايجنسۍ کې دترهګرو په ضد پوځي عمليات کول بايد لارې يې تړلې وې چې دغه ترهګر ونه تښتي.

دهغه په وینا “پکار خو دا وه چې دپاکستان پوځ دغه ترهګر نيولى اؤ هم وژلی وی خو دوى دغه کار قصداً ونه کړو او دغه وسله وال يې قصداً افغانستان ته ولېږل، چې اوس يې افغانستان ته ستر ګواښ پيښ کړى او په راتلونکي کې کېدى شي چې پاکستان ته هم ګواښ پيښ کړي، ترهګر خپل پردى نه پيژني، يوه ورځ خپل مالک هم چيچي”

په ډاګه دې وي چې دتیر جون په میاشت کې دجان مکین په مشرۍ دسیمې په سفر راغلو امریکایي سنیټیرانو سره اسلام اباد اؤ کابل ژمنه کړې وه چې دامریکا دڅارنې لاندې به د ډیورڼد دواړو غاړو ته دترهګرو په ضد ګډ عملیات کوي اؤ دهغوئ ځالې به مینځه وړي.

خو تیره میاشت دافغان ولسمشر ویاند ښاغلي نجیب ازاد ډیوه راډیو سره یوه مرکه کې په پاکستان تور لګولی ؤ چې اوس دغه هیواد د امریکا دڅارنې لاندې د ګډو عملیاتو د ژمنې نه ځان راښکل غواړي.

هغه خبرداری ورکړی ؤ چې که پاکستان دترهګرۍ په ضد دګډو عملیاتو د ژمنې څخه پشا شو نو افغانستان به چین اؤ امریکا څخه غوښتنه وکړي چې دپاکستان سره خپلې ستراتیژیکي اړیکې ختمې کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG