لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له نوازشریف وروستو دپاکستان سیاست کې څه روان دي؟


بلاول پهټو زرداري هم اعلان کړی چې دهغوئ ګوند به د وزیراعظم د منصب دپاره د نورو مخالفو ډلو سره په ګډه خپل کاندید مخې ته راولي
بلاول پهټو زرداري هم اعلان کړی چې دهغوئ ګوند به د وزیراعظم د منصب دپاره د نورو مخالفو ډلو سره په ګډه خپل کاندید مخې ته راولي

په پاکستان کې د سترې محکمې له لوري دهیواد څخه دباندې د ناقانونه پنګو لرلو په تور د وزیراعظم نوازشریف ګوښه کولو نه وروستو سیاسي ماحول هم سخت ګرم شوی اؤ دهیواد لویې سیاسي ډلې هڅه کوي چې په نوې‌ سیاسي منظر نامه کې ځان دپاره یو واضحه مقام ترلاسه کړي.

نوازشریف څوک وزیراعظم جوړول غواړي؟

ګوښه کړل شوي وزیراعظم نوازشریف نن د خپل ګوند د مهمو مشرانو په غونډه کې خواهش څرګند کړی چې دهغه وروستو باید د وزیراعظم چوکۍ دهغه کشر ورور اؤ دپنجاب ایالت وزیراعلي شهباز شریف ته وسپارل شي.

خو دپاکستان پیپلز پارټۍ چئیرمین بلاول پهټو زرداري هم اعلان کړی چې دهغوئ ګوند به د وزیراعظم د منصب دپاره د نورو مخالفو ډلو سره په ګډه خپل کاندید مخې ته راولي.

دپاکستان سترې محکمې نن د جمعې په ورځ ددغه هیواد وزیراعظم میانوازشریف له دې امله د خپل منصب څخه ګوښه کړی چې هغه اؤ د هغه بچي د هیواد نه دباندې کوم کاروبار اؤ جائیدادونه لري هغه یې پټ ساتلي وؤ اؤ محکمې اؤ قام ته یې دخپلو پنګو په اړه دروغ ویلي دي.

د وزیراعظم نوازشریف د ګوښه کولو سره سم د پاکستان دائین ترمخه د هغه ټوله کابینه هم ماته شوې ده اؤ اوس به د هیواد صدر د نوي وزیراعظم د ټاکلو دپاره د قامي اسمبلۍ غونډه راغواړي.

اسمبلۍ کې څوک څومره اکثریت لري؟

دا مهال دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې د نوازشریف ګوند مسلم لیک ۱۸۹، پاکستان پیپلز پارټي ۴۷ اؤ پاکستان تحریک انصاف ۳۳ چوکۍ په لاس کې لري اؤ دغه پوزیشن ښایي چې د نوازشریف نه وروستو به د هغه د ګوند بل کاندید ډیر په اسانه د وزیراعظم منصب ترلاسه کړي.

خو که د نوازشریف په خوښه د هغه ورور شهباز شریف د پاکستان نوی وزیراعظم جوړیږي نو هغې دپاره لازمي ده چې لمړی باید شهباز شریف د قامي اسمبلۍ غړی جوړ شي.

سرچینې وایي د مسلم لیګ(ن) دمشرانو په ننۍ مشورتي غونډه کې پریکړه شوې ده چې ترڅو شهباز شریف قامي اسمبلۍ ته د ټاکنو دلارې نه وي ورغلی ترهغې به د لنډې مودې دپاره د نوازشریف ګوند خپل یو بل باوري ملګري ته د وزیراعظم چوکۍ ورسپاري.

دپیپلز پارټۍ لخوا میدان ته رادانګل

په عین حال کې په قامي اسمبلۍ کې په دوهم پوزیشن ولاړ سیاسي ګوند پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري اعلان کړی د هغه ګوند به د نورو مخالفو ګوندونو اؤ ازادو غړو په ملتیا خپل کاندید د وزیراعظم دمنصب دپاره مخې ته راولي.

خو څیړونکي وايي په قامي اسمبلۍ کې د مسلم لیګ (ن) مقابله کې د کمو غړو په لرلو که پیپلز ګوند ډیرې هڅې هم وکړي نو په دې نه شي بریالی کیدلی چې خپل وزیراعظم وټاکي.

عمران خان ته به په لاس څه ورشي ؟

د نوازشریف دلرې کولو دپاره تر ټولو زیاتې هلې ځلې دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان کړي دي اؤ هغه اعلان کړی دی چې د اتوار په ورځ به دنوازشریف په ګوښه کیدو د شکر ورځ‌ هم نمانځي.

واکمن ګوند مسلم لیګ اؤ ځینې څیړنکاران داسې اشارې کوي چې عمران خان دپاکستان طاقتور پوځ په لاس کې نیولی اؤ هغه دپاکستان دراتلونکي وزیراعظم جوړیدو په خاطر د پوځ په خوښه خپل سیاست په وړاندې بوځي.

خو د پاناما په نوم کومه قضیه کې چې نوازشریف د وزیراعظم د کرسۍ څخه لاس وینځلي همدغسې قضیه د عمران خان په ضد هم دپاکستان ستره محکمه کې روانه ده.

په عمران خان تور دی چې هغه هم په لندن کې فلیټونه په ناجائزه پیسو اخستي خو عمران خان وایي چې دغه پیسې یې په کرکټ کې ګټلې وې.

څیړونکي وايي چې که عمران خان ستره محکمه کې ځان بې ګناه هم ثابت کړي نو بیاهم په قامي اسمبلۍ کې دومره اکثریت نه لري چې ځان پرې د هیواد راتلونکی وزیراعظم جوړ کړي .

دپاکستان دائین ترمخه ددغه هیواد هر منتخب حکومت تر پینځوؤ کالو د واکمنۍ حق لري اؤ په دغه حساب د نوازشریف د ګوند مسلم لیګ (ن) نون د واکمنۍ موده په ۴ جون ۲۰۱۸ کې سرته رسیدونکې ده.

خو دقابو نهو میاشتو دپاره به د پاکستان راتلونکی د کوم سیاسي ګوند یا فرد په لاس کې وي ؟ دا به ډیر زر واضحه شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG