لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان، افغانستان او چين دخارجه وزيرانو په کچ د خبرو په عمل موافقه شوي


افغانستان، پاکستان او چين په دې خبره هم موافقه شوي چې د څلور هېوادیزه همکارۍ ډله بيا په ځای کېدو ته اړتيا لري،
افغانستان، پاکستان او چين په دې خبره هم موافقه شوي چې د څلور هېوادیزه همکارۍ ډله بيا په ځای کېدو ته اړتيا لري،

پاکستان، افغانستان او چين د اسلام اباد او کابل ترمنځ په هر اړخيزه اړيکو او په ځانګړي ډول د اقتصادي مرستو په لړ کې د خارجه وزيرانو په کچ د خبرو اترو په عمل موافقه شوي دي.

د چين خارجه وزير واينګ يي نن د يکشنبې په ورځ د پاکستاني وزیراعظم د بهرنو چارو مشارو سرتاج عزيز سره لیدلي او په دغه ليدنه کې دا موافقه شوې ده.

لیدنه کې په دې خبره شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د دوه اړخيزه ستونزو هوارولو دپاره تګ لاره جوړولی شي د دې دپاره چې دواړه ملکونه د کوم بيړني حالاتو په مهال اړيکې ټينکې وساتي.

د چين د خارجه چارو وزير سره په اسلام اباد کې شريکې خبري غونډې ته په وېنا کې سرتاج عزيز وويل پاکستان او چين دواړه امنيت ته د راپېښو چېلنجونو په وړاندې همکارۍ باندې موافقه دي.

هغه وويل پاکستان په کلکه ټينګار کوي چې باثباته او سوله ييز افغانستان د پاکستان په ګټه دی او باثباته افغانستان به د اقتصادي پرمختيا او سيمې په تړون کې مرستندویه وګرځي.

هغه زیاته کړه پاکستان د ګاونډي هېوادونو سره ښه اړيکې غواړي او زياته يې کړه چين يې د پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ په ضد شريکه همکارۍ، په پوله انتظام او افغان کډوالو خپل هېواد په خپله مرضۍ ستنېدو باندې خبر کړو.

هغه وويل افغانستان، پاکستان او چين په دې خبره هم موافقه شوي چې د څلور هېوادیزه همکارۍ ډله بيا په ځای کېدو ته اړتيا لري د دې دپاره چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو دپاره يو مناسب ماحول جوړ کړي.

افغانستان کې د سولې او ثبات په لړ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې د خبرو دپاره د افغانستان، پاکستان، امریکا او چين ترمنځ څو ځله ليدنې شوي خو تراوسه يې کومه کوټلې نتيجه مخې ته نه ده راغلې.

د چين خارجه وزير وويل پاکستان په سيمه کې د امنيت په لړ کې مهم رول لوبوي، هغه زياته کړه چين يو سوله ييز او باثباته افغانستان غواړي چې پرمختيا او خوشحالي يقيني شي، او د پاکستان او افغان حکومت سره په ګډه د تلپاتې امن دپاره کار وکړي.

دواړو مشرانو د پاک چين اقتصادي په اړه هم خبرې وکړې.

له دې وړاندې د چين د بهرنو چارو وزير وانګ يې د صدر ممنون حسېن سره هم ليدلي دي.

صدر ممنون حسېن ويلي پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات په لړ کې د چين هڅې ستایي، هغه ويلي د دغوهڅو نه به اخر چې په سيمه کې امن راشي.

په دغه موقع واینګ يي ويلي پاکستان په سيمه کې د امن دپاره د رول لوبولو صلاحيت يا ظرفيت لري.

د چين د بهرنو چارو وزير شنبې په ورځ کابل کې د افغان صدر اشرف غني سره هم ليدلي ؤ. د دغه ليدنې په اړه نن افغان صدر ووېل،

" پرون د چین د بهرنیو چارو محترم وزیر راغی، سوله زمونږ غوښتنه ده، اما شرایط مو واضح دي او مسلح افرادو ته چې هره ورځ ولس د غم په ټغر کښېنوي، زه دا په واضح توګه وایم چې تاسو وخت نه لرئ، فیصله وکړئ که افغان یئ د سولې لاس ورکړئ، که نه یئ لکه چې په تېرو هفتو کې زمونږ امنیتي او دفاعي قواوو خپله کامله میړانه ښودلې بیا به یې وښې، تاسو یوازې یئ، ستاسو پلویان یوازې دي، نړۍ زمونږ سره ده، ولس زمونږ سره دی، د اسلامي نړۍ اجماع زمونږ سره ده".

د چين د بهرنو چارو وزير د خپل افغان سيال صلاح الدين رباني سره هم ليدلي او په يو شمېر چارو يې خبرې اترې کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG