لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: افغان کډوال هلک د ۲۵ روپو مزدورۍ غوښتو په سر وژل شوی


د افغان ماشومانو دپاره دلته سکولونه نه وي په ځایي دولتي او شخصي سکولونو کې ورته هم داخلې نه ميلاويږي، خوارۍ مزدورۍ کوي.
د افغان ماشومانو دپاره دلته سکولونه نه وي په ځایي دولتي او شخصي سکولونو کې ورته هم داخلې نه ميلاويږي، خوارۍ مزدورۍ کوي.

د پاکستان تر ټولو غټ صنعتي ښار کراچۍ کې يو افغان کډوال هلک د خوارۍ د ۲۵ روپو مزدورۍ يا مزد غوښتو په سر په ډز وژل شوی دی.

د کراچۍ ښار د منځنۍ ضلعې د عزيزاباد پوليس تهاڼې د چارواکو په وېنا دغه پېښه د اتوار يا يکشنبې په ورځ په کريم اباد علاقه کې رامنځته شوې ده.

پوليس افسر تهاڼدار اصف شهزاد وي او ای ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل دا دوه افغان هلکان وو په دغه علاقه کې دويې خځلې پاکوي او د اتوار په ورځ دويې بيا د ودانو پوړۍ هم وينځي،

" دا درې څلور ودانۍ دي په دې کې دا دوه هلکان وو يو بره چت کې او بل لاندې، چې دويې پوړۍ ووينځلې يو پاس پېسو اخستو پسې لاړو او بل لاندې کورونو، يو کور ته په اواز کولو چې د کور تن بهر راوتی هلک ترې روپۍ غوښتي بيا به څه خبره شوي وي هغه پرې تماچه راويستې يو ډز يې کړی او هلک يې وژلی دی".

پوليس افسر وويل وژل شوی هلک نورآغا نوميږي او عمر به يې ۱۵ کاله وي د هغه د بل ورور نوم عُمر دی او د کراچۍ سهراب ګوټ مچهر کالونۍ اوسيدونکي دي، د ډېرې مودې نه به راتلل او دغلته به يې صفايانې کولې.

نوموړي زياته ډز کوونکی تن اياز عبدالمالک د اغاخان ورورولۍ سره تعلق لري، او د ډز نه وروستو د موقعې نه تښتېدلی دی، پوليس يې په ضد مقدمه درج او لټون يې روان دی.

د وژل شوي هلک تره مولاداد ډيوه ريډیو ته وويل، وراره يې د مودې نه دغلته کار له تلو او د رامنځته شوې پېښې په اړه وايي،

"مزدوري به يې کوله د کوره به یې کچرې (خځلې) راويستلې د کور دا زينې (پوړۍ) يې جارو کولې صفايانې يې کولې نو دې هلک د دې کور صفايي کړې وه او په دې خدای ورعالم دی د پېسو دپاره چې دا هلک کله زینې صفا کوي بيا درواز ورټکئ او هغه ۳۰ يا ۴۰ روپۍ ورکوي او په دغو ۳۰، ۴۰ روپو يې په هلک ډز کړی ويشتلی یې ؤ).

هغه وويل پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد لري په افغانستان کې يې تعلق د مزارشريف سره دی، او دلته ورسره له دې وړاندې کله دغه ډول پېښه نه ده رامنځته شوې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار ترمخه پاکستان کې ۱.۴۵ ملينه رجسټرډ افغان کډوال اوسي، او په دويې کې يواځې يو فيصد چې شمېره نزدې ۶۴زره جوړيږي په سندهـ ايالت او کراچۍ ښار کې ژوند کوي.

د غېررجسټرډ افغان کډوالو کره شمېره نه ده معلومه خو خپله يې کډوال د يو لاک نه زیاته ښايي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د کېمپ يو مشر ګل الدين وايي، په کراچۍ کې ښار کې مېشت افغان کډوال زياتره د لاسو پښو خوارۍ کوي.

وي او ای ډيوه ريډیو سره خبرو کې ګل الدين وويل، په کراچۍ کې زياتره افغان کډوال" دیاړۍ مزدورۍ کوي، کاغذونه راټولوي په هوټلو کې کارونو کوي په سبزۍ منډۍ کې ګاډو ته سامونه اوچتوي کوزوي، خپل تنورونه لري پخې نوکرۍ يې نه وي".

ګل الدين زياته کړه د افغان ماشومانو دپاره دلته سکولونه نه وي په ځایي دولتي او شخصي سکولونو کې ورته داخلې نه ميلاويږي، ډېر کم پکې په مدرسو کې سبقونه وايي او نور هم دغه خوارۍ مزدورۍ کوي کاغذونه راټولوي يا خپلو مشرانو سره نورو خوارو پسې ځي.

هغه وويل په کراچۍ کې زیاتره افغان کډوال د ښار نه بهر د کډوالو کېمپ، سهراب ګوټ، کورنګۍ، اتحاد ټاؤن او ځای په ځای نورو ځايونو کې هم اوسيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG