لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال په وژنه کې تورن دوه مهم کسان د هېواد نه بهر نشي تلی


د مشال د وژنې پېښه د اپرېل د میاشتې په ۱۳م نېټه رامنځته شوې او د پېښې وروستو تړل شوی پوهنتون تراوسه بند پروت دی.
د مشال د وژنې پېښه د اپرېل د میاشتې په ۱۳م نېټه رامنځته شوې او د پېښې وروستو تړل شوی پوهنتون تراوسه بند پروت دی.

د خېبرپښتونخوا پوليس مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ائي ای ته ويلي چې د مشال خان د وژنې په مقدمه کې تورن دوه مفرور کسان علي خان او عارف خان نومونه دې په اېګزټ کنټرول لسټ (اي سي اېل) کې واچول شي.

په اي سي اېل کې شامل کسان د ملک څخه بهر سفرنشي کولی.

نن د پنجشبنې/زيارت په ورځ د مردان ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) ميا سعيد ويلي، چې په دغو دوه کسانو کې يو علي خان هم نيول شوی دی.

پوليس افسر پخلی کړی چې علي د مشال د وژنې په مقدمه کې تورن نومول شوؤ ۴۹ کسانو شامل دی.

او بل تورن عارف خان تر اوسه د پوليس په لاس نه دی ورغلی.

عارف خان چې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) ډلې کونسلر دی دا هغه کس دی چې د مشال د وژنې وروستو د ټولنيزو اړيکو په ويب پاڼو خپرو شوو ويډيو کې په يوه ويډیو کې ليدل کيږي او ګڼو کسانو ته وېنا کوي.

عارف خان په ويډيو کې وايي "د ډز کوونکي تن نوم به نه اخلئ او که چا واخستو نو هغه به هم د پېغمبراسلام (ص) سپکاوی کړی وي او بیا وايي که څوک اېف ائي ار کول غواړي نو د هغه خلاف دې کړي، خپل نوم اخلي چې زما نوم عارف او د پلار نوم مې تورخان دی".

د عارف په اړه وړاندې داسې ويل شوي وو چې هغه د ملک څخه بهر تلی او د پي ټي آئي د صوبايي اسمبلۍ ممبر افتخارعلي مشواني يې په دې کار کې لاس کړی دی، خو مشواني دا خبره رد کړې ده.

پوليس هم ويلي چې عارف د ملک څخه بهر نه دی تلی ځکه د هغه د پاسپورټ معياد په کال ۲۰۱۶ کې ختم شوی دی.

د پوليس سرچينو ويلي څو ورځو وړاندې ورته خبر ترلاسه شوی چې هغه په وروستي ځل په قبايلي سيمه مومندایجنسۍ کې ليدل شوی دی.

د عارف پلارنۍ سيمه باجوړ ايجنسي ده او د مشال د وژنې وروستو یې کورنۍ مردان پرېښودی او کلي ته منتقل شوې ده.

د مردان ضلعې د پوليس په وېنا د مشال د وژنې په کېس کې په ۴۹ تورن کسانو مقدمه درج کړی شوې چې پکې ۴۷ وړاندې نيول شوي او جېل ته لېږل شوي دي.

د پوليس په وېنا په نيول شوؤ کې عمران نومې تن منلې چې په مشال يې ډزې کړي او شپږو نورو د عدالت په وړاندې په مشال د ګوزارونو کولو اعتراف کړی دی.

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور د پوهنتون ګڼو زده کوونکو په وهلو ټکولو او ډزو وژلی ؤ.

د مشال د وژنې پېښه د اپرېل د میاشتې په ۱۳م نېټه رامنځته شوې او د پېښې وروستو تړل شوی پوهنتون تراوسه بند پروت دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG