لاس رسیدونکی لینک

پاکستان دی د ترهګرۍ پرضد د افغانستان سره په ریاستي کچه کار وکړي: اشرف غني


افغان صدر اشرف غني د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې په پاکستان غږ کړی د افغان حکومت سره دې په شریکه د ترهګرۍ پرضد، د سولې، امنیت او سیمه ييزي همکارۍ په برخه کې د حکومتونو په کچه هر اړخیز بحث ته داخل شي.

غني وویلي نن ورځ د افغانستان پر خاوره څه د باندې ۲۰ نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیت کوي. او په ټینګار يي وویل چې د افغانستان راتلونکی ځکه اهمیت لري چې افغانان د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو په کارکې د نړیوالو هڅو په لومړۍ کرښه کې دي.

هغه وویل د افغانستان امنیتي ځواکونه هره ورځ د دې هدف لپاره جنګېږي او قرباني ورکوي او د افغانستان د واکمنۍ لپاره جنګیږي.

ولسمشر غني وویل د ترهګرۍ د مقابلې او د جنوبي اسیا د ثبات په برخه کې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د ستراتیژۍ تر وروستي اعلان را وروسته د امریکا او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پایدار شراکت تجدید شوی او نوی رخ یې اخیستی دی.

هغه وویل د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د امریکا د توان ټولې لارې چارې را یوځای شوي او دا پیغام ورکوي چې طالبان او د دوی ملاتړي نظامي بریا نشي ترلاسه کولای. صدر غني وویل افغانان یواځې د سیاسي حل له لارې سولې ته رسېدلای شي او هغه د هرې سویې پر طالبانو غږ کوي چې په بین الافغاني خبرو اترو کې شامل شي.

Ghani UNGA
Ghani UNGA

صدر غني د خپلې وینا په پیل کې وویل چې د سپټمبر د یوولسمې تر ترهګرې پیښې شپاړس کاله وروسته تراوسه د دې شاهدان یو چې د غیر دولتي عناصرو تشدد، د سیاسي تشدد د پنځمې لړۍ شکل اختیار کړی.

ښاغلي غني وویل موږ باید د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې د یوه متحده ځواک په توګه ودرېږو، او دې ګواښ ته داسې اوږدمهالی حل ولرو چې د ترهګرو د اوږدمهالې ایجنډا مقابله پرې وکړی شو.

هغه وویل که څه هم د بشر د حقونو د میثاق احکام د نړۍ د اکثرو هېوادونو په اساسي قوانینو کې مدغم شوي، خو د بشریت پر خلاف جرایم لا هم په دردناکه او منظمه بڼه ترسره کېږي. صدر غني د روهنګیا وضعیت ته په اشارې وویل چې د روهنګیايي ولس نژادي تصفیه په ځانګړې توګه بوږنوونکې ده.

صدر غني په وروستیو ټکو کې وویل افغانان د یوه ملت، یوه دولت، او یوه ولس په توګه، له هغو ننګونو او فرصتونو سره ځان له سره عیاروي چې په یوویشتمه پېړۍ کې ورسره مخامخ یو.

د وي او ای اشنا په مننه

XS
SM
MD
LG