لاس رسیدونکی لینک

زه اوس نه يريږم!


يوسفزی صيب واېي که چرې د هغه سکول تپوس په وخت شوی وی چې کله په وړومبۍ ورځ په سوات کښې په بارودو والوځول شو نو نن به د پيښور د سکول دا دومره غټه غميزه نه را منځ ته کيده

کله کله يو غټ سړی د يو ماشوم نه ډير څه ‌ذده هم کړي او حوصله هم ومومي. او دا راته نن د وړوکي ځلاندد خان د خبرو نه اندازه وشوه خو يقين مې هله وشو چې د ځلاندد خان د خبرې ملاتړ بل چا نه بلکې د ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزۍ وکړو. ضياالدين يوسفزي د ډیوه ريډيو سره د خپلو خبرو پيل هم د ځلاندد خان د ډاډ نه د ډکو خبرو په تکرارولو سره وکړو. يوسفري صيب اوييل زه نه پوهيدم چې څنګه خپلې خبرې پيل کړم خو د ځلاندد خان خبرو مې حوصله راجوړه کړه.

ځلاند خان واېي زه وعده کوم چې زه به اوس دې سکول ته ځم. زه اوس نه يريږم. ځلاند خان په پيښور کښې د هغه ارمي پبلک سکول د جونېر سېکشن يو ذده کونکی دی چې د نن نه يوه مياشت مخکښې په شپاړسم دسمبر د بوږنونکې ترهګر بريد سره مخ شو چې پکښې ۱۵۰ ماشومان، استاذان او د امنيتي ځواکونو غړي ډیر په ناترسه ډول وژل شوي وو. غير قانونه ګرځول شوي تحريک تالبان نه يواځې دا منلي چې دغه قتال يې کړی ولې دا هم واېي دغه کار ېي د اسلامې رواياتو او احکاماتو سره سم کړی. مثال ېي د پيغمبر اسلام په دور کښې د يهودو د قبيلې بنو قريظه سره شوی هغه سلوک ورکړی چې د تسليم کيدو وروستو ورته سعد بن معاذ فيصله واوروله چې د بنو قريظه سړي او هغه ټول هلکان چې د نامه لاندې ېي ويښته شوي وي تر تيغه تير کړي او ښځې جنکۍ ېي مجاهدين خپلو کښې اوويشي.

ځلاند خان هم په هغه ورځ په سکول کښې وو چې دغه بده پيښه وشوه او بيا په دولسم د جنورۍ هم د خپل پلار هارون خان او مشر ورور بهرام خان سره سکول ته تلی وو چې کله دغه سکول يو ځل بيا پرانستی شو. ځلاند خان بيا سکول ته د تلو ورځ داسې ياده کړه. زه يريدم او ما مې بابا ته وې که چرې راحيل شريف هره ورځ راځي نو بيا به زه هم هره ورځ سکول ته راځم.

په دولسم د جنورۍ د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف هم سحر وختي دغه سکول ته تلی وو چې راتلونکي ماشومان او د هغوﺉ مور پلار ته ډاډګيرنه هم ورکړي او يو ځل بيا سکول په راتلو ورته هر کلی اوواېي.

ځلاند خان واېي راحيل شريف ورته ستړی مه شې اوايل او د نوم تپوس يې هم ترينه وکړ. زه خو اول يريدم خو چې ما بيا ټول هلکان وکته او ټول ماشومان مې وکته چې دوﺉ سکول ته ځي او دوﺉ سره حوصله شته نو بيا زه ولې نه ځمه؟ زه به سکول ته ځم. زه به په کور کښې څه کوم؟ زه وعده کوم چې زه به اوس دې سکول ته ځم. زه اوس نه يريږم.

د ارمي پبلک سکول د پيښې په اړه ضياالدين واېي. د يو سړي بانګي چا مړ کړو خو ده پرې ځان غلی کړو چې ځه خير دی. نو بله ورځ ورله هغه سړي ځوی مړ کړو. دې سړي چې کله د ځوي په مرګ وير کاوه نو وييل به چې هۍ زما بانګي او هۍ زما بانګي. چا ورته ويل دا ته څه وايې چې مړ دې ځوی دی او چغې وهې هۍ زما بانګي! نو دې سړي ورته وې که د خپل بانګي تپوس مې کړی وی نو نن به مې ځوی چا نه وژلو. يوسفزی صيب واېي که چرې د هغه سکول تپوس په وخت شوی وی چې کله په وړومبۍ ورځ په سوات کښې په بارودو والوځول شو نو نن به د پيښور د سکول دا دومره غټه غميزه نه را منځ ته کيده.

XS
SM
MD
LG