لاس رسیدونکی لینک

جنرال راحيل شريف وايې د ترهگرو بريدونه به نه زغمل کيږي


د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وئيلي ، د ترهگرو بريدونه به يو حالت کې هم نه زغمل کيږي ، او ورته به په سخته ځواب کولی شي .

د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د حکومت لخوا د امن مذاکراتو د مکملې مرستي کولو وئيلي دي . خو نوموړي په دې خبره زور ورکړی چې ترهگري به نه زغمل کيږي او د ترهگرو د حملو به په سخته ځواب کولی شي .

د پاکستان د پوځ نوي سر لښکر جنرال راحيل شريف د پوځ د مشرولۍ سمبالولو وروستو په لمړي ځل په ډاگه کړې ده . د ترهگرو بريدونه به يو حالت کې هم نه زغمل کيږي ، او ورته به په سخته ځواب کولی شي .
د جنرال راحيل شريف نه وړاندې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال ريټائرډ اشفاق پروېز کياني هم پاکستان کې د وسله والو په ضد وروستو له هغې تُندو تېز موقف اختيار کړی ؤ . کله چې وسله والو طالبانو د خيبر پښتونخوا په دير سيمه کې د وژل شوؤ لوړ پوړو پوځي افسرانو د بريد پړه په غاړه اخيستې وه .
جنرال راحيل شريف د پوځ د مشر جوړېدو وروستو پېښور ته خپل لمړی سفر کړی دی .
د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د حکومت لخوا د امن مذاکراتو د مکملې مرستي کولو وئيلي دي . خو نوموړي په دې خبره زور ورکړی چې ترهگري به نه زغمل کيږي او د ترهگرو د حملو به په سخته ځواب کولی شي .
د ائي اېس پي ار په بيان کې وئيل شوي ، چې د پوځ سر لښکر جنرال راحيل شريف د خالي په ورځ پېښور کې د کورهېډکوارټر دوره کړې ده . او د شهيدانو په يادگار يې گلونه غوړولي دي .
د پوځ سر لښکر راحيل شريف هېواد کې د ترهگرۍ په ضد جنگ کې د پوځي افسرانو او عسکرو د قربانو ستائنه کړي ، او وئيلي دي پوځ د ترهگرۍ نه په متاثره علاقو کې د استحکام په لړ کې مهم کردار ادا کړی دی .
له دې وړاندې د وزير اعظم ميا نواز شريف په مشرۍ کې د تېر نهې په ورځ د کابينې د قومي سلامتۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه ، چې هېواد څخه د ترهگرۍ د ختمولو او امنيت د ټينگښت دپاره به طالبانو سره د لمړي اپشن په توگه مذاکرات کولی شي .
د حکومت لخوا طالبانو سره د مذاکراتو د اپشن سمدست وروستو د پاکستاني طالبانو د تحريک وياند شاهد الله شاهد د مذاکراتو خبره رد کړی وه . او وئيلي يې ؤ ، چې طالبان په دې خبر دي چې حکومت په پټه د پوځي عملياتو منصوبې جوړوي . خو طالبان د دغو حملو مقابلې ته تيار دي .
د قومي سلامتۍ په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې وه . چې د ترهگرۍ د ختمولو دپاره به نورې لارې د وروستي اپشن په توگه کارولی شي .
د پاکستان د حکومت لخوا طالبانو سره د خبرو د وړانديز په دويمه ورځ قبائلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پوځيانو په يوه امنيتي پوسته تندلارو ځان مرگي بريد کړی ؤ . چې پکې پنځه عسکر وژل شوي او ۳۴ نور ژوبل شوي وو .
د شورو په ماښام د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان قبائلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پوځيانو د کهجورۍ نومې چيک پوسته باندې دغه ځان مرگي بريد شوی ؤ .
او د پاکستاني طالبانو د تحريک يو وياند ميډيا سره خبرو کې د دغه بريد پړه په غاړه اخيستې وه .
د کهجورۍ په چيک پوسته د بريد سمدست وروسته په سيمه کې کرفيو لگول شوې وه او پوځي عمليات پېل کړی شوي وو .
د پوځ لخوا جاري کړی شوؤ بيانونو کې وئيل شوي وو . چې د عملياتو په مهال د غېرملکي ترهگرو په گډون ۳۴ جنگيالي وسله وال وژل شوي دي .
خو د وروستي مطبوعاتي راپورنو ترمخه په شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ عملياتو کې د ۵۰ نه زيات کسان وژل شوي دي .
شمالي وزيرستان کې د ترسره شوؤ عملياتو په اړه پوځي سرچينې وايې ، چې سيمه کې په ترسره شوؤ عملياتو کې طالب جنگيالي وژل شوي دي .
خو مقامي خلکو او سيمه کې د پارليمان غړي نزير خان وئيلي ، پوځي عملياتو کې زياتره عام خلک وژل شوي دي .
XS
SM
MD
LG