لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د کابل په سفر


د ارمي چيف جنرال راحيل شريف د پوځ د مشرۍ سمبالولو وروستو د کابل دا لمړی سفر دی .
د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال راحيل شريف نن د گل په ورځ د افغانستان پلازمينې کابل يو ورځنۍ سفر کوي ، او هلته به د افغانستان د پوځ سر لښکر او افغانستان کې د موجودو بهر ملکي ځواکونو د مشر سره ويني .
د راپورونو ترمخه د پاکستان د پوځ سرلښکرجنرال راحيل شريف به خپله يو ورځنۍ دوره کې کابل کې په درې اړخيزه غونډه کې د افغانستان د پوځ سرلښکر جنرال محمد کريمي ، او افغانستان کې د موجودو بهر ملکي ځواکونو مشر کمانډر جنرال جوزف ډينفورډ سره ويني ، او په ليدنه کې به د پاکستان او افغانستان په گډه پوله د ناقرارۍ سره په مختلفو امورو خبرې اتري کوي .
د ارمي چيف جنرال راحيل شريف د پوځ د مشرۍ سمبالولو وروستو د کابل دا لمړی سفر دی .
کابل کې د پاکستان ، افغانستان او بهرنو ځواکونو د پوځي مشرانو دغه غونډه په داسې حال کې کيږي ، چې په ورستيو کې د پاکستان او افغانستان په گډه پوله د دواړو اړخو نه گوله باري شوې ، او په يو بل د راکټو ويشتلو تورونه لگول شوي دي .
او په عين حال کې د روان کال د اخري پورې د افغانستان نه د بهرنو ځواکونو وتل هم ټاکل شوي دي .
تيره اوونۍ د پاکستان او افغانستان په پوله رامنځته شوې يوه نښته کې افغان چارواکو د يو افغان سرحدي عسکر د وژل کيدو وئيلي ؤ ، افغان چارواکو دعوه کړې وه ، چې پاکستاني عسکرو د افغان ځواکونو په چيک پوستو گوله باري کړې ده .
پاکستان او افغانستان نزدې ۲۶۰۰ کلوميټره اوږده پوله لري ، او وئيل کيږي چې په دغه پوله تندلاري دواړو هيوادونو ته اوړي راوړي او ترهگري کوي .
د افغانستان لخوا دا غوښتنه کيږي ، چې د افغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دې د طالبانو د فعاليت لرونکې حقاني نيټ ورک په ضد عمليات وکړی شي ، ځکه چې دغه ډله د پولې نه هغې اړخ ته په افغانستان کې ترهگري کوي . او په شمالي وزيرستان کې پټې ځالې لري .
خو د پاکستان لخوا هم په افغانستان تور پورې کيږي ، چې د پاکستان د لاقانونه گرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان مشر مولوي فضل الله ته په افغانستان کې پناه ورکړی شوې ده .
افغانستان کې د ثبات او په خصوصي توگه د پاکستان او افغانستان د گډې پولې په اړه په تيرو ورځو کې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف او افغانستان کې د بهرنو ځواکونو د مشر کمانډر جوزف ډينفورډ ترمينځ ليدنه هم شوې وه .
XS
SM
MD
LG