لاس رسیدونکی لینک

جنرال راحيل شريف د قبائيلي ځوانانو دپاره خصوصي پېکج اعلان کړی


د پوځ سرلښکر وړومبو مورچو ته ورغلی ، او په ميران شاه کې ورته د ضرب عضب اپرېشن احوال تېر کړی شوی ، او نوموړي پرې د اطمينان څرگندونه کړې ده .

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د قبائيلي ځوانانو دپاره د خصوصي " فاټا يوتهـ پېکج " اعلان کړی ، د دغې پېکج لاندې به د قبائيلي سيمې د ځوانانو اقتصادي او تعليمې مرستې کولی شي . د پوځ سرلښکر وئيلي چې ډېر زر به د ملک څخه د ترهگرۍ د کېنسر خاتمه وکړی شي .

د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پي ار لخوا نن د گل په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف غټ اختر په شمالي وزيرستان کې روان ضرب عضب اپرېشن کې د بوخت پوځي ځوانانو سره تېر کړی ، او بيا په بنو کې د شمالي وزيرستان څخه کډوال شوؤ خلکو څنگ ته هم ورغلی دی .

د بيان ترمخه د پوځ سرلښکر وړومبو مورچو ته ورغلی ، او په ميران شاه کې ورته د ضرب عضب اپرېشن احوال تېر کړی شوی ، او نوموړي پرې د اطمينان څرگندونه کړې ده .

جنرال راحيل شريف د پوځ او قوم د عزم د څرگندونې په ترڅ کې وئيلي ، په دې خبره کې هيڅ شک نشتی ، چې ډېر زر به د ملک څخه د ترهگرۍ کېنسر د تل پاره ختم کړی شي ، په دغه مهال د پوځ مشر د ملک د دفاع دپاره قربان شوؤ ته د عقېدت پيرزونې هم وړاندې کړي دي .

وروستو د پوځ مشر په بنو کې د شمالي وزيرستان څخه د بې کوره شوؤ کډوالو کمېپ ته ورغلی ، او د قبائيلي خلکو د پاکستان دپاره د قربانو او د وفادارۍ اعتراف يي کړی دی . نوموړي قبائيلي خلکو ته د پوځ لخوا د بيا بحالۍ په لړ کې د پوره مرستې ورکولو باور هم ورکړی دی .

د پوځ سرلښکر په دغه مهال د قبائيلي ځوانانو دپاره د ٫٫ فاټا يوتهـ پېکج ٬٬ په نوم د خصوصي پېکج اعلان وکړو ، او ويي وئيل په راتلونکو پينځه ؤ کلونو کې به د فاټا څخه څوارلس زره کسان په پوځ کې بهرتي کړی شي ، چې پکې به په فوري توگه ۱۰۰۰ کسان په راتلونکو شپږو مياشتو کې بهرتې کولی شي .

جنرال راحيل شريف وئيلي ، ۱۵۰۰ قبائيلي ماشومانو ته به په پوځي سکولونو کې د زده کړو ويړيا اسانتياوې ورکولی شي ، او په پوځي کيډټ کالجونو کې د کال په سر قبائيلي طالب علمانو ته سيټونه ځانگړي کړل شوي دي . د پوځ سرلښکر زياته کړه پوځي چهاؤڼو کې به په خصوصي توگه کډوالوځوانانو ته هنرونه زده کولی شي او په غټه کچه به قبائيلي ځوانانو ته بهر هيوادونو کې د نوکرو انتظام هم برابرولی شي .

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په داسې مهال شمالي وزيرستان کې د پوځي ځوانانو سره غټ اختر نمانځلی ، او په بنو کې يې د کډوالو سره ليدلي ، چې د جون په مياشت کې پوځ په شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنگيالو په ضد د ضرب عضب په نوم اپرېشن پېل کړی ، او د اپرېشن په ترڅ کې د سيمې څخه د لسو لکو پورې ځايي خلک بې کوره شوي ، او دخيبرپښتونخوا په بيلابيلو سيمو کې دکډوالۍ ژوند کوي .

XS
SM
MD
LG