لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ائي اېس پي ار: نن ماښام به د کورکمانډرانو غونډه کيږي


د کورکمانډرانو د غونډې د وخت نه رامخکې کېدو پرېکړه د پوځ سرلښکر د کورکمانډرانو سره د صلاح وروستو شوې ده . او په دغې غونډه کې به اسلام اباد کې روانو حالاتو باندې غور کولی شي .
د کورکمانډرانو د غونډې د وخت نه رامخکې کېدو پرېکړه د پوځ سرلښکر د کورکمانډرانو سره د صلاح وروستو شوې ده . او په دغې غونډه کې به اسلام اباد کې روانو حالاتو باندې غور کولی شي .

د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار ترمخه د کورکمانډرانو صبا ټاکل شوې غونډه نن په جنرل هېډ کوارټر پېنډۍ کې رابلل شوې ده . او د پوځ د سرلښکر جنرال راحيل شريف په مشرۍ به د کور کمانډرانوغونډه کې د ملکي سلامتۍ سره روانو حالاتو باندې غور کولی شي .

د پوځ د کورکمانډرانو غونډه په داسې مهال د خپل ټاکلي وخت نه رامخکې کړی شوې ده ، چې د تېرې شپې راهسې پلازمينه اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) او پاکستان عوامي تحريک (پي ای ټي) د دهرنو د زرگونو گډون والو او پوليس ترمينځ په ريډ زون کې انښتې رواني دي . او تراوسه پورې په دغو انښتو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او د ۴۵۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي .

راپورونه وايي د کورکمانډرانو د غونډې د وخت نه رامخکې کېدو پرېکړه د پوځ سرلښکر د کورکمانډرانو سره د صلاح وروستو شوې ده . او په دغې غونډه کې به اسلام اباد کې روانو حالاتو باندې غور کولی شي .

څيړونکي وايي دا به د وخت نه مخکې وئيل وي چې پوځ به اسلام اباد کې د روانو حالاتو په اړه کومه پرېکړه کوي ، او کوم ډول گام به پورته کوي . خو په دغې غونډه کې به ضرور په دې غور کولی شي ، چې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د حکومت او د عمران خان او طاهرالقادري په مينځ کې د مذاکراتو په لړ کې د سهولت کار په توگه کردار لوبولی ، او د دغو دواړو مشرانو سره يې هم ليدلي وو .

بل لورته په اسلام اباد کې د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د اعلې کچې يوه غونډه هم روانه ده . چې پکې په ځانگړې توگه اسلام اباد کې په روانو حالاتو غور کولی شي .

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه غونډه کې د کورونو چارو د مرکزي وزير سره نور وزيران گډون کوي ، او غونډه کې تېره شپه اسلام اباد کې د رامنځته شوي اړي گړي او تشدد د پېښو رپورټ هم وړاندې کړی شوی دی .

راپورونه وايي غونډه کې به اسلام اباد کې د روانو حالاتو او دا پرېکړه کولی شي ، چې څنگه ريډ زون د مظاهره چيانو څخه پاک کړی شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG