لاس رسیدونکی لینک

فټ بال ورلډکپ : ارجنټائن د هالينډ نه سيمي فائنل وگټو


د ارجنټائن ټيم ۲۴ کاله وروستو د فټ نړيوال کپ فائنل ته په رسېدو کې کامياب شو .

د فټ بال نړيوال کپ ۲۰۱۴م په دوهم سيمي فائنل کې ارجنټائن ـ هالېنډ ته په ۴ـ۲ پينلټي گولونو ماتې ورکړه او فائنل ته په رسېدو کې بريالی شو . ارجنټائن به فائنل کې جرمني ته مخامخ کيږي .

برازيل کې روان د فټ نړيوال کپ دوهم سيمي فائنل مېچ چې د ارجنټائن او هالېنډ ترمينځ وشو ، د مېچ په ټاکلي وخت ۹۰ منټونو او بيا په اضافي ورکړی شوي وخت ۳۰ نورو منټونو کې يوه لوبډله هم په گول کولو کې بريالۍ نه شوه .

دواړو لوبډلو د يو بل په ضد د گول کولو پوره هڅې وکړې ، خو په اخره کې د مېچ فېصله په پينلټي گولونو باندې وشوه .

د ارجنټائن لوبډلې په کوارټر فائنل کې بيلجيئم ته ماتې ورکړې ، او سيمي فائنل ته رسېدلې وه . سيمي فائنل يې وگټو او ۲۴ کاله وروستو د فټ بال نړيوال کپ فائنل ته په رسېدو کې بريالۍ شوه ، .

د فټ بال نړيوال کپ ۲۰۱۴م په لومړي سيمي فائنل کې د جرمني ټيم کوربه برازيل ته ماتې ورکړې وه ، او فائنل ته رسېدلی ؤ . د ارجنټائن او جرمني سيمي فائنل به د جولائۍ په ۱۳م نېټه کيږي .

د فټ بال نړيوالو سيالو کې جرمني درې ځله ورلډ کپ گټلی ، او ارجنټائن دوه ځله نړيوال کپ وړلی دی .

د ارجنټائن نه په دوهم سيمي فائنل کې بائللې د هالېنډ لوبډله ، او د جرمني نه په لومړي سيمي فائنل کې ماتې خوړونکی ټيم برازيل به د فټ بال نړيوال کپ ۲۰۱۴ د درېم او څلورم پوزېشن دپاره د خالي په ورځ يو بل ته مخامخ کيږي .

XS
SM
MD
LG