لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پخواني وزيراعظم گيلاني او پخواني وزير امين فهيم د نيولو ناقابل ضمانت ورانټ


گيلاني وئيلي د مسلم ليگ ن ډلې حکومت دې په هغه دومره بوج واچوي ، چې خپله يې بيا اوچتولی او زغملی شي .
گيلاني وئيلي د مسلم ليگ ن ډلې حکومت دې په هغه دومره بوج واچوي ، چې خپله يې بيا اوچتولی او زغملی شي .


په کراچۍ کې د درغلۍ د مخ نيوي د کيسونو يو عدالت د ټريډ ډويلپمنټ اتهارټۍ پاکستان يا د کاروباري پرمختيا ادارې (ټي ډي ای پي ) د درغلۍ په کېس کې د پخواني وزير اعظم يوسف رضاگيلاني او پخواني وزير امين فهيم په ضد ناقابل ضمانت ورانټ جاري کړی دی .
د مرکزي تحقيقاتي ادارې ايف ائي ای لخوا د زيارت په ورځ د پيپلزپارټۍ د پخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني او د هغه د حکومت د مرکزي وزير امين فهيم او د دغې ادارې د مشر سره د نهو کسانو په ضد ټي ډي ای پي کې د اربونو روپو د غبن کولو په مقدمه کې عدالت کې چالان جمع کړی و .
او د عدالت جج عظيم خان د يو سف رضا گيلاني او امين فهيم سره د نهو کسانود نيولو دپاره ناقابل ضمانت ورانټ جاري کړی او د جون د مياشتې په ۱۷م نيټه يې ورته عدالت ته د حاضريدو امر کړی دی .
پخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني د خپل ځان په ضد د ورانټ جاري کيدو په غبرگون کې وئيلي ، د مسلم ليگ ن ډلې حکومت دې په هغه دومره بوج واچوي ، چې خپله يې بيا اوچتولی او زغملی شي .
نوموړي وئيلي هغه د مقدمو څخه نه ويريږي او وړاندې يې هم جيلونه خوړلي دي ، او زياته کړې يې ده په ملک کې داسې يو کيس نه وي چې د هغه د نوم نه بغير مکمل شي .
گيلاني وئيلي که د اوگرا کيس وي يا اين ار او ، د هغه په نوم پکې نوټسې جاري کيږي . نوموړي وئيلي د اين ار او نه گټو پورته کوؤنکو کې نه دی شامل ، ولې بيا هم پکې د هغه نوم اچول شوی دی .
پخواني وزيراعظم وئيلي چې که د حکومت په وړاندې نورې کومې مقدمې وي نو ټولې دې يو ځايي د هغه په نوم کړي چې بيا بيا ورته په دغسې کولو تکليف نه وي .
د ايف ائي ای لخوا د گيلاني او امين فهيم په ضد جوړه مقدمه کې تور دی چې دوي په خپل حکومت کې د ټي ډي ای پي په کارونو کې خپل احتيارات ناجائزه کارولي دي ، او د اربونو روپو غبن يې کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG