لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سپریم کورټ فیصله منو خو ځنې نیوکې پرې هم لرو: اسفندیار ولي


د وزيراعظم نوازشریف په نااهله کولو د پاکستان زیاتره سياسي گوندونو د ستر عدالت د فیصلې هر کلی کړی دی
د وزيراعظم نوازشریف په نااهله کولو د پاکستان زیاتره سياسي گوندونو د ستر عدالت د فیصلې هر کلی کړی دی

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان نن په پیښور کې ویلي ګوند يې د پاکستان سترې محکمې لخوا د نواز شریف د ګوښه کولو فیصله مني سره د دې چې په دغه فیصله ځنې نیوکې (تحفظات) هم لري.

نن په پیښور کې د عوامي نیشنل ګوند د ځینو نورو مشرانو سره په ګډه یو خبري غونډې ته د وینا په مهال اسفندیار ولي خان ویلي ګوند يې د شورو نه ویل چې د سپریم کورټ فیصلې ته به ګوري، ځکه دغه لانجه د پارلیمان پر ځاې ستر عدالت ته وړی شوی وه.

په خپله خبري وینا کې د عوامي نیشنل ګوند مشر د پاکستان په اېین کې د ۶۲ او ۶۳ مادې په اړه ویلي په ۱۸م اېیني ترمیم کې يې د دغه دواړه د بدلون غوښتنه کړې وه خو د بده مرغه د پاکستان مسلم لیګ ډلې د دغه بدلون زیات مخالفت کړی وو. ښاغلي اسفندیار ولي زیاته کړی د اېین دغه مادې د پخواني امر او جرنیل ضیا الحق د وخت وروستو یواځې د سیاست دانانو پرضد په بده توګه کارول کیږی.

د عوامي نیشنل پارټۍ د مشرانو دغه خبري کانفرنس نور حال د وي او ای ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه په غږ په لاندیني رپورټ کې اوریدی شۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG