لاس رسیدونکی لینک

د یرغمل شوې امریکايي او کېنډايي کورنۍ کیسه څه ده؟


د وایټ هاوس تر مخه د ترهګرې حقاني ډلې په منګلو کې یرغمل (برمته) شوي امریکايي او کېنډايي ښځه او خاوند سره د دریو بچو خوشي کړل شوي.

په پاکستان کې د امریکا او کاناډا خوشې شوې کورنۍ په اړه د پاکستان پوځي بیانونو کې له توپیره ډک رسمي دریځ ډیرې پوښتنې راپورته کړیدي، ځکه چې دغه دریځ نه د امریکا او افغانستان له رسمي دریځ سره سمون لري او نه هم بنیادي خبرې روښانه کوي.

د وایټ هاوس د وینا تر مخه د ترهګرې حقاني ډلې په منګلو کې یرغمل (برمته) شوي امریکايي او کېنډايي ښځه او خاوند سره د دریو بچو تیره ورځ خوشي کړل شوي دي.

پاکستان او امریکا څه وايي؟

د پاکستان پوځ دا نه وايي چې دا کورنۍ د حقاني ډلې لخوا برمته شوې وه. په خپل رسمي بیان کې پاکستان ویلي کورنۍ يې د ترهګرو له منګلو خوشې کړې.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپلو رسمي بیانونو کې په ښکاره ویلي دي چې یاده کورنۍ د حقاني ډلې په ولقه کې وه.

د پاکستان دریځ کې تضاد

د پاکستان په رسمي دریځ کې یو بل توپیر دادی چې دا برمته شوي کسان یې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې راخوشې کړیدي، خو سپینه ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یادې کورنۍ د خوشې کیدو په برخه کې د کومو پوځي عملیاتو یادونه نه ده کړې خو د پاکستان نه يې مننه کړې ده.

افغانستان څه وایي؟

کابل دا نه مني چې یرغمل شوې کورنۍ د افغانستان نه پاکستان ته د اوړریدو وروسته خوشې کړل شوې ده . په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وي او ای ته ویلي دغه امریکایي جوړه په پاکستان کې ساتل شوې وه. جنرال دولت وزیري زیاته کړې دغه کسان د امریکا استخباراتي ادارو په پټو معلوماتو پاکستان خلاص کړي. بلخوا اسلام اباد بیا دریځ لري دغه کسان د اکتوبر په یولسمه نیټه د افغانستان نه د پاکستان کورمې ایجنسې ته اوښتي وو او د امریکا استخباراتي ادارې په معلوماتو نیول شوي دي.

کورنۍ په کوهاټ که کورمه کې ازاده شوه؟

د پاکستان حکومت په خپل رسمي بیان او د چارواکو ځېنو خبریالانو سره په خبرو کې تضاد لیدل کیږي. د پاکستان د خارجه چارو وزارت ویاند نفیس زکریا نن مطبوعاتو ته ویلي د امریکا استخباراتي معلوماتو وروستو يې دغه کسان د پاکستان قبایلي سیمې کرمه ایجنسې کې خلاص کړي دي.

خو ځینې باوري امنیتي چارواکو د وي او ای ډیوه خبریال ته ویلي دغه ښځه خاوند، او د دوي بچي د خیبر پښتونخوا کوهاټ ښار نه ۱۵ کلومیټره سویل غربي اړخ ته پروت نوي کلي کې د شوروپه شپه د امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو د ګډو عملیاتو په وخت ازاد کړل شوي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ دوه ورځې وړاندې په پنسلوینا کې د خبرو پرمهال پاکستان ته په اشاره وویل چې نن یو ارزښناکه کار شوی. هغه وویل، هغه هېواد چې مونږ ته یې درناوی نه درلود نن یې په درناوي مونږ ته یو مهم خبر راکړی.

ښاغلي ټرمپ وړاندې وویل زما یوه جنرال ماته راغی او وویل چې ته پوهیږي دغه هېواد به یو کال مخکې هېڅ هم داسې څه نه وه کړي. ټرمپ وویل دغه هېواد مونږ ته احترام نه درلود خو اوس یې احترام کول پیل کړیدي. په ما باور ولرئ نړۍ یوځل بیا مونږ ته درنه سترګه کوري.

کېنډایي یرغمل شوی تن څوک دی؟

د حقاني ترهګرې شبکې د منګلو نه راخلاص شوی کېنډايي تن جاشوا بوایل په اړه امریکايي مطبوعات وايي دغه تن په اسلام او ترهګرۍ کې زیاته دلچسپي لرله. جاشوا د امریکايي میرمن کاېټلین کولمن نه وړاندې د عمر خدر مشرې خور سره واده کړی وو. کېنډايي عمر خدر په کال ۲۰۰۲م کې امریکايي عسکرو په افغانستان کې نیولی وو او بیا يي د کیوبا ګوانتانامو بندي خانه کې لس کاله بند تیرولو وروستو په کال ۲۰۱۲م کې کېنډا ته لیږلی وو.

ښاغلی بواېل خپل ځان د ښاغلي خدر کورنۍ او خپلوانو د ویاند په توګه ښکاره کړی وو. د کېنډايي میډیا تر مخه د عمر خدر پلار په کال ۲۰۰۳م کې پاکستاني عسکرو د افغانستان پولې سره نژدې وژلی وو. داسې ویل کیږي چې د عمر خدر مشرې خور زینب په لومړي واده کې د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن هم میلمه وو. زینب بیا په کال ۲۰۰۹ کې د ښاغلي بوایل سره واده وکړو خو دغه واده یواځې یو کال پاتې شو.

XS
SM
MD
LG