لاس رسیدونکی لینک

د الطاف حسېن ضمانت ، د ايم کيوايم احتجاجي ناستې ختم


د جمعې په ورځ پوليسو د الطاف حسېن نه اوږده تفتيش کړی او بيا يې د شپې ناوخته په ضمانت پرېښودی دی .

د لندن ميټرو پوليټن پوليس د متحده قامي مومنټ (اېم کيواېم ) ډلې مشر الطاف حسېن د مني لانډرنگ په کېس کې د نيولو او تفتيش کولو څخه وروستو په ضمانت پرېښودی دی . د الطاف حسېن د ضمانت سره اېم کيوايم ډلې په کراچۍ او د سندهـ صوبې په نورو سيمو کې احتجاجې ناستې هم ختمې کړي دي .
د اېم کيو اېم ډلې مشر د لندن پوليسو د نهې په ورځ د مني لانډرنگ يا ناجائزه پېسو سپينولو په تور کې نيولی ؤ ، او بيا يې د تفتيش دپاره تهاڼې ته منتقل کړی ؤ ، خو د ناروغۍ له کبله نوموړی بيا روغتون ته بوول شوی او درې ورځې وروستو بيا تهاڼې ته راوستی شوی ؤ .
د جمعې په ورځ پوليسو د الطاف حسېن نه اوږده تفتيش کړی او بيا يې د شپې ناوخته په ضمانت پرېښودی دی .
الطاف حسېن د خوشي کېدو وروستو لندن کې د خپل کور څخه کراچۍ کې د خپلې ډلې په احتجاج ناستو پلويانو ته د ټيلي فون د لارې وينا کړې او وئيلي دي ، چې د صبر نه مې کار اخېستی او خير مې نه دی غوښتی . نوموړي خپل ضمانت گټه گرځولې ده .
نوموړي د وزيراعظم نوازشريف په مرسته او د پخواني صدر پيپلزپارټۍ د مشر اصف علي زرداري لخوا په يو والي شکريه ادا کړې ، او زياته کړې يې ده کېس يې په لندن کې دی ، او د برطانيي د پوليس نه د انصاف طمع لري .
د پاکستان حکومت وئيلي ؤ ، د الطاف حسېن په کېس کې به د هغه قانوني او اخلاقي مرسته کوي ، او بيا د حکومت لخوا په لندن کې د پاکستان هايي کمشنر ته د الطاف حسېن سره د ليدلو وئيل شوي ؤ ، او په لندن کې د پاکستان قائم مقام هائي کمشنر عمران مرزا د جمعې په ورځ نوموړي سره په روعتون کې ليدل هم کړي ؤ .
الطاف حسېن د خپلې ډلې په پلويانو د احتجاجې ناستو ختمولو غږ کړی ، او د اېم کيواېم پلويانو په کراچۍ او سندهـ صوبې په نورو سيمو کې د الطاف حسېن د نيولو په غبرگون کې احتجاجي ناستې ختمې کړي ، او د خپل مشر په خوشي کېدو يې خوشالۍ نمانځلي دي .
د الطاف حسېن د نيولو په غبرگون کې د نهې د ورځې راهسې د اېم کېو اېم پلويانو په کراچۍ او نورو سيمو کې احتجاجې مظاهرې پېل کړې وې ، او د ملک تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ د نهې او شورو په ورځ تړلی پروت ؤ . د شورو په ورځ کراچۍ کې د کاروبارونو خلاصېدو لږه شيبه وروستو بيا نامالومه شرخوښو د ښار په مختلفو علاقو کې په زور کاروبارونه بند کړي وو .
د نهې په ورځ ښار کې ۱۳ گاډي هم سوځول شوي وو ، خو د اېم کيو اېم ډلې لخوا وئيل شوي ؤ ، چې ښار کې يې د گډوډي جوړولو سره هيڅ تعلق نشتی .
د راپورونو ترمخه د لندن پوليسو الطاف حسېن د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې په ضمانت خوشی کړی ، خو پوليسو وئيلي چې د مني لانډرنگ په کېس کې د نور تفتيش دپاره هغه بيا څه وخت هم بلل کېدی شي ، او پوليس هغه د دې خبرې پابند کړی چې څه وخت يې وغواړي ، تهاڼې ته به حاضريږي .
راپورونه وايي الطاف حسېن ته د جولائي په مياشت کې د پوليس لخوا د بيا حاضريدو وئيل شوي ، خو سکاټ لينډيارډ دغه نېټه نه ده په ډاگه کړې .
XS
SM
MD
LG