لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان نه تراوسه نزدې درې لاکهه کسان کډوال شوي


د اېف ډي اېم ای چارواکي وايي ، چې د کډه کېدونکو خلکو د رجسټرېشن په وخت هغويي ته د ټرانسپورټ د اسانتياؤ سره خوراکي توکي هم ورکول کيږي . خو زياتره کډوال بيا د اسانتياؤ نه مېلاويدو گيله کوي .
د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د ترهگرو په ضد د روان اپرېشن له کبله د سيمي نه د خلکو کډه کېدو لړې روانه ده ، او د قدرتي افتونو په وخت د مرستو رسولو د قبائيلي سيمو ادارې اېف ډي اېم ای ترمخه د خالي د ورځې پورې د سيمې نه راوتي د ۲۳۲۰۰۰ نه زيات کسان رجسټرډ شوي دي ، خو راپورونه وايي د کډوالو شمېره نزدې درې لاکهه ده .
د اېف ډي اېم ای مرستيال مشر حسيب خان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي ، د شمالي وزيرستان نه د خلکو کډه کېدو سلسله نن د اتوار په ورځ هم روانه ده ، او نوموړي وئيلي چې د شورو د ورځې راهسې تراوسه پورې اېف ډي اېم ای ۲۳۸۱۴ کورنۍ چې د دوه لاکهه او دوه درېرش زره نه په زياتو کسانو مشتمل دي ، رجسټر کړي دي .
د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د تېر اتوار د ورځې راهسې د پوځ لخوا د ضرب عضب په نوم د ترهگرو په ضد عمليات روان دي ، او بيا د شورو په ورځ پوځ د سيمې څخه خلکو ته د کډې کولو دپاره په لگول شوې کرفيو کې نرمي اعلان کړې وه ، چې تر ننه هم د سيمي څخه د کډو د وتو سلسله روانه ده .
د اېف ډي اېم ای چارواکي وايي ، چې د کډه کېدونکو خلکو د رجسټرېشن په وخت هغويي ته د ټرانسپورټ د اسانتياؤ سره خوراکي توکي هم ورکول کيږي ، او دغو خلکو سره به مرستې جاري ساتلی شي . خو زياتره کډوال بيا د اسانتياؤ نه مېلاويدو گيله کوي .
د رزمک نه سره د خپلې کورنۍ د راغلي کډوال زالي خان په وينا ، د بنو په بکاخيلو کې د کورنۍ د ۱۸ غړو سره د چا په کور کې دېره شوي يو ، او د کلي خلک راته خوراک سخاک راکوي . نوموړي وئيلي د حکومت لخوا راته هيڅ امداد نه مېلاؤ شوی .
د راپورونو ترمخه د شمالي وزيرستان زياتره کډوال بنو ته روان دي ، او ځيني بيا کرک ، لکي مروت ، کوهاټ او ډېره اسماعيل پله هم کډې وړي .
د ائي اېس پي ار ترمخه د اېف ډي اېم لخوا په د بنو په نيمه قبائيلي سيمه بکاخيلو کې د کډوالو دپاره جوړ شوي کېمپ ته ۱۱ کډې ورغلي دي . خو د سيمي نه نور کډوال شوي خلک بيا دغې کېمپ ته د تلو څخه ډډه کوي .
د ميرعلي نه راغلي يو کډوال ارشادالله وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي چې دغه کېمپ په داسې ځايې کې جوړ شوی ، چې ماران ، لړمان او نور ډېر زيانمند حشرات پکې موجود دي . او د اوسېدو قابل نه دی .
شمالي وزيرستان کې د روان پوځي اپرېشن له کبله د ميرعلي ، ميران شاه ، غلام خان ، دته خېل او رزمک سيمي څخه زيات خلک کډې کوي ، او خوندي سيمو پله منتقل کيږي .
بل لور ته د سيمي څخه ډېر کډوال شوي خلک په پوله افغانستان پله هم اوړېدلي دي .
او د پاکستان پولې ته نزدې د افغانستان د خوست صوبې گورنر عبدالجبار په وينا ۱۰۰۰ کورنۍ د افغانستان د کډوالو کمېشن په خوست کې رجسټر کړي دي ، او نور هم په زرگونو کسان خوست ، پکتيا او پکتيکا صوبو ته راغلي دي . او دغو خلکو ته د استوگنې دپاره د خېمو سره د خوراک سخاک اسانتياوې ورکولی شي .
XS
SM
MD
LG