لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې په هیواد کې د احمدیانو وژنې او د دوي پرضد کرکې مخه ونیسي


په امریکا کې میشت د احمدیانو ټولنې یوځل بیا پاکستان کې د لږکیو وژنه او ددوي پرضد د مذهبي کرکې غندنه کړې او وايي چې مذهبي ازادي د هر انسان بنیادي حق دی.

د امریکا په کانګرس کې د مذهبي کرکې پرضد او د احمدیانو د مذهبي ازادۍ غږ پورته کونکې یوې ټولنې په هڅو جوړې شوې یو ډلې په دې اړه خبرې کړیدي.

له نیویارک نه په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو له ډلې پیتر کینګ ویلي ددې ډلې مقصد د پاکستان په شمول هغو حکومتونو باندې فشار راوستل دي چې مذهبي ازادۍ احترام نه کوي. ده وړاندې وویل چې احمدیان د امریکا په ټولنه کې مثبت رول لوبوي.

دی وايي د نیویارک له یوه ښار څخه د احمدي ټولنې یوه ښځینه سیاست دانه د ځايي حکومت لپاره ټاکل شویده.

د احمدي ټولنې مشرانو په پاکستان کې د هغو وګړو حال وړاندې کړو چې د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی یا وژل شویدي.

یاده دې وي چې د پاکستان په ایین کې احمدیان غیر مسلم ګرځول شوي او د خپلې عقېدې تبلیغ هم نشي کولای.

له نیویارک نه د ډیموکراټ ګوند نه په ګانګرس کې بلې غړې شیلا جکسن لي له ډیوه سره خبرو کې ویلي دي چې له دوي سره ولاړ دي او د دوي لپاره به غږ پورته کوي.

میرمن شیلا جکسن د خپلو خبرو په دوام وویل چې د پاکستان، افغانستان او دغه ډول نور حکومتونه چې د مذهبي تعصب سیاست لري باید خپلو قانونو ته بیا کتنه وکړي.

پدغه غونډه کې د احمدي ټولنې یو غړي صاحب زاده علي احمد ویلي دي چې د خپلې عقېدې له امله په خپل وطن پرېښودو مجبوره شوی.

دی وايي که څه هم په امریکا کې ددوي شمیر کم دی خو بیا هم اکثره یې په لوړ دولتي څوکیو باندې کار کوي.

غونډې ته راغلو غیر احمدي کارپوهانو هم په پاکستان باندې نیوکې وکړې او د نړۍ له ټولو حکومتونو نه یې غوښتنه وکړه چې د کم شمیره مذهبي عقېدو لپاره دې ټولنه کې زغم ته وده ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG