لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افریقا کې به د ملاریا د ناروغۍ پرضد واکسین ورکول کیږي


د روغتیا نړیواله اداره وايي د ملاریا د ناروغۍ پرضد لومړنی جوړ شوی واکسین به په راتلونکي کال کې په ګانا، کینیا او ملاوې کې وه ازمویل شي.

د برتانوۍ کمپنۍ ګلاکسوسمیت کلاین په واسطه دغه نوی جوړ شوي واکسین به ماشومانو ته د پیچکارۍ له لیارې ورکول کیږي.

دملاریا پرضد ددغه نوي جوړ شوي واکسین ازموینه به په هغو کوچنیانو ترسره شي چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۷ میاشتو پورې وي.

د ملاریا وژونکې ناروغۍ د هغه پرازیټ په واسطه رامنځته کیږي کوم چې د ښځینه غوماشي په چیچلو سره له یوه ناروغ څخه و روغ کس ته انتقالیږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د ملاریا واکسین یا ار ټي اس اس به په څلورو ډوزونو کې ورکول کیږي.

د دې واکسین د ورکولو موخه دا ده چې په کوچنیوالي کې ددغې ناروغۍ له امله د مړینې شمیره راکمه کړای شي.

د ملاریا د واکسین جوړیدل د طبابت په نړۍ کې یو ډیر مهم خبر دی.

د روغتیا په نړیوالې اداره کې د افریقا د څانګې مشر ډاکټر مویتې وویل له دغه واکسین سره به په افریقا کې د لسګونو زرو ماشومانو ژوند خوندي شي.
د ملاریا د کنټرول او مخنیوي په برخه کې په حشره وژونکو درملو د پوښل شویو جالیو او د ملاریا د غوماشي پرضد د یادو درملو له پاشلو څخه هم کار اخیستل کیږي.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۴۲۹۰۰۰ کسان د ملاریا د ناورغۍ له امله مړه شویدي چې زیاتره یې کوچنیان او د افریقا اوسیدونکي وه.

د ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۱۵ میلادي کلونو ترمنځ د نړیوالو د هڅو په پایله کې د ملاریا له ناروغۍ څخه د مړینې کچه ۶۲ فیصده کمه شویده.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور پر بنسټ په نړۍ کې افریقا تر ټولو زیاته د ملاریا د ناروغۍ له امله ځپل شویده.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ملاریا ۹۰ فیصده پېښې په افریقا کې وې او ددغې ناروغۍ پواسطه د مړینې ۹۲ فیصده هم یواځې په افریقا کې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG