لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: افغانستان کې هر کال ٣ ارب ډالر رشوت ورکړی کیږي


د نظر پوښتنې په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې د ادارې فساد په وجه د طالبانو په بغاوت کې هم اضافه شوي ده او د صدر اشرف غني په حکومت غږ شوی چې ادارې فساد د ختمولو دپاره دې اصلاحات وکړي
د نظر پوښتنې په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې د ادارې فساد په وجه د طالبانو په بغاوت کې هم اضافه شوي ده او د صدر اشرف غني په حکومت غږ شوی چې ادارې فساد د ختمولو دپاره دې اصلاحات وکړي

په افغانستان کې د ادارې فساد په اړه د یوه ورستۍ نظر پوښتنې ترمخه تیرکال په هیواد کې په مجموعي توگه درې ارب ډالرې په رشوت کې ادا کړی شوې دي چې د کال ٢٠١۴ په مقابله کې ٥٠ فیصد اضافه ده.

نظر پوښتنه د انټگریټي واچ افغانستان په نوم ادارې کړې ده چې رپورټ يي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شائع کړی دی.

په عدالتونو کې په مقدمو کې ککړ ٥٥ فیصد خلکو چې په نظر پوښتنه کې يي برخه اخیستې ویلي دوي نه د بډې رشوتونه غوښتل شوي دي.

رپورټ وايي د کال ٢٠١٦ دپاره د حکومت د امدن د اندازې هم د رشوت مالیت زیات دی او د امن او امان او بې روزگارۍ نه پس ادارې فساد د افغانستان دریمه لویه مسله ده.

د نظر پوښتنې په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې د ادارې فساد په وجه د طالبانو په بغاوت کې هم اضافه شوي ده او د صدر اشرف غني په حکومت غږ شوی چې ادارې فساد د ختمولو دپاره دې اصلاحات وکړي.

په کابل کې د رپورټ شائع کولو په وخت د انټگریټي واچ افغانستان مشر سید اکرام افضلي وویل د ادارې فساد له امله نه یوازې حکومت خپل قانونیت دلاسه ورکوي بلکه د ولس اعتماد هم په حکومتي ادارې ختمیږي.

د افغان حکومت له خوا د ادارې په رپورټ څه ردعمل مخې ته نه دی راغلی.

د شورو، چارشنبې، په ورځ په برسلز کې د نیټو د خارجه وزیرانو غونډې ته خپله وینا کې افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني وویل حکومت به د اداري فساد ختمولو دپاره هر ممکن گام پورته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG