لاس رسیدونکی لینک

د افغانستان د صدارتي ووټونه کره کتنه دا هفته شورو کیږي


د ووټونو بیا شمیرنې کار د دواړو صدارتي امیدوارانو، ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزۍ، ترمنځ د موافقې ترسره کیدو په نتیجه کې شورو کیږي. موافقه د امریکې خارجه وزیر جان کیري د کوششونو نتیجه ده چې ددې مقصد دپاره کابل ته تللی وو

د افغانستان د صدارتي انتخاباتو په دویم پړاؤ کې د اچول شوو ووټونه کره کتنه د پنجشنبې یا د زیارت په ورځ شورو کیږي.

د انتخاباتو خپلواک کمیشن نور محمد نور د شورو په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل د ټولو اته میلینه ووټونو بیا شمیرنه او د ووټونو صندوقونو کابل ته د انتقالولو کار به د جولائي د میاشت په ١٦ مه نیټه پیل شي.

د ولایتي مرکزونونو نه د ووټونو صندوقونه به د ائیساف په څارنه کې کابل ته منتقلیږي. د امیدوارانو نمائندگان، خبریالان او خارجي څارنکاران به د ووټونو د کره کتنې بهیر کتلی شي.

د ووټونو بیا شمیرنې کار د دواړو صدارتي امیدوارانو، ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزۍ، ترمنځ د موافقې ترسره کیدو په نتیجه کې شورو کیږي. موافقه د امریکې خارجه وزیر جان کیري د کوششونو نتیجه ده چې ددې مقصد دپاره کابل ته تللی وو.

د ووټونو کره کتنې عمل به د ملگرو ملتونو د څارنې د لاندې ترسره کیږي او دواړه امیدواران به يي نتیجې تسلمیوي.

د طالبانو د دړکو پرته په میلینونو افغانانو د اپریل په پنځمه نیټه صداراتي انتخاباتو کې په لویه شمیره کې برخه واخیسته. ډاکټر عبدالله عبدالله په وړمبي پړاؤ کې وړاندې وو خو د ٥٠ فیصد نه يي زیات ووټونه نه وو اخیستي او بیا انتخابات دویم پړاو ته لاړل. د جون په ١۴ مه نیټه شوي د دویم پړاو په ووټونو کې د ابتدائي نتیجو ترمخه اشرف غني احمدزی په یو میلین مخکې وو.

خو عبدالله عبدالله دغه نتیجه رد کړه او په صدر حامد کرزي، انتخابي چارواکو او خپل حریف اشرف غني احمدزي باندې يي ووټونو کې د درغلي الزام ولگولو.

د صداراتي انتخابانو په سر د افغانستان سیاسي جمود ختمولو دپاره جان کیري افغانستان ته لاړ او دواړه امیدواران يي د دویم پړاو ووټونو بیا شمیرنې ته راضي کړل

XS
SM
MD
LG