لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان عسکر په ډزو درې امریکايی پوځیان زخمیان شوي


د افغانستان په جنوبي هلمند ولایت کې د یو افغان عسکر په ډزو درې امریکايي پوځیانو زخمیان شوي دي.

دغه پیښه د معمول د تربیت په مهال رامینځته شوي ده او په افغانستان کې میشته نیټو ځواکونو ویلي د درې واړو زخمیانو علاج روان دی.

د افغان مامورینو ترمخه حمله کونکی د خارجي ځواکونو په جوابي ډزو ووژل شو.

د افغان امنیتي ځواکونو دننه داسې گڼ شمیر پیښې شوي دي چې پکې د افغان امنیتي ځواکونو په دریشۍ کې وسله والو خپل ټوپک په خارجي عسکرو راړولی او په جوابي کاروايي کې یا خو خپله ووژل شي او یا بیا په تښتیدو کې کامیاب شي.

په نژدې کلونو کې د نیټو د امنتي اقداماتو په نتیجه کې په داسې قسمه پیښو کې کمی شوی دی.

په هلمند کې د طالبانو او د افغان او خارجي ځواکونو ترمنځ سختې جگړې شوي دي او د ولایت گڼ شمیر ولسوالۍ یا خو د وسله والو په قبضه کې دي او پرې اثر لري.

طالبانو خلاف جگړې دپاره د افغان ځواکونو په تربیه کې امریکايي مامورین د مرسته کردار ادا کوي.

په راتلونکو ورځو کې به د امریکا د میرین ځواکونو ٣٠٠ عسکر په هلمند کې پرځای کولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG