لاس رسیدونکی لینک

افغان پارلیمنټ امریکائي او نیټو عسکرو پرځائې کیدل منظور کړې


د صدر براک اوباما یو تصویر چې د باگرام په پوځي مرکز کې يي د امریکائي عسکرو سره موجود وو

د افغانستان د پارلیمنټ ایوان زیرین امریکې او نیټو سره هغه معاهدو ته منظوري ورکړې چې ترمخه به يي هیواد کې د سږ کال نه ورسته په یوشمیره کې امریکائي او د نیټو عسکر پرځائې کولی شي.

د اتوار یا یک شنبې په ورځ د پارلیمنټ دغه اقدام په داسې مهال اخېستل شوی چې صدر براک اوباما افغانستان کې وسله والو خلاف د امریکائي ځواکونو دپاره د کاروایانو چوکاټ نور پراخه کړی دی.

د صدر اوباما د نوي هدایاتو ترمخه د کال ٢٠١۴ ورسته افغانستان کې پرځائې کیدونکې امریکائي عسکر به نه یواځې د القاعده بلکه د طالبانو خلاف هم کاروائی کولی شي. وړاندې امریکائي ځواکونه د القاعده خلاف کاروائي ته محدود کړی شوي وو.

امریکائي چارواکو د نوم نه څرگندولو په شرط خبرې ادارو ته ویلي که چرې طالبان امریکائي یا ائتلافي ځواکونو ته خطر رامینځته کوي نو امریکائي عسکر به يي پرضد کاروائي کوي چې مطلب يي دا هم اخیستل کیږي چې که چرې طالبان د القاعده سره مرسته کوي نو په هدف کولی به شي.

د کال ٢٠١٥ دپاره د صدر براک اوباما د نوي هدایاتو ترمخه به امریکائي عسکر طالبانو خلاف کاروائي کې د افغان ځواکونو کومک هم کوي.

ددې نه وړاندې صدر براک اوباما ویلي وو د امریکائي عسکرو کردار به د افغان ځواکونو تربيي او د القاعده خلاف عملیاتو پورې محدود وي.

د صدر براک اوباما لخوا افغانستان کې د امریکائي عسکرو دپاره د نوي هدایاتو خبر تر ټولو اول نیویارک ټائمز رپورټ کړی وو. خبر وايي د نوي هدایاتو ترمخه به امریکائي عسکر د یو کال پورې نیغ په نیغه جنگ کې رول لري.

نیویارک ټائمز وايي د صدر اوباما لخوا نوي هدایت نامه عراق کې د اسلامک سټیټ د پرمختگ په پس منظر کې جاري کړی شوي ده چرته چې براک اوباما ددې تنقید سره مخ شوی چې د جنگ ځپلې هیواد نه يي امریکائي عسکر په داسې حال کې راویستل چې عراقي ځواکونه د هیواد امنیت یقیني کولو دپاره تیار نه وو.

د کال ٢٠١٥ د جنورۍ د وړمبۍ نیټي نه به افغانستان کې ٩٨٠٠ امریکائي عسکر پرځائې کړی شوي وي.

اخبار وايي د افغان صدر اشرف غني لخوا هیواد کې د امریکائي عسکرو د موجودگۍ دپاره په پراخ زړه رضامندي هم د صدر براک اوباما لخوا د نوي هدایاتو یو سبب وو.

XS
SM
MD
LG