لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان پوځ دننه حمله، ١ امریکائي عسکر وژل شوی، ٢ زخمیان


په امریکائي عسکرو حمله کونکې افغان پوځي په جوابي ډزو کې ووژل شو
په امریکائي عسکرو حمله کونکې افغان پوځي په جوابي ډزو کې ووژل شو

د افغان پوځ دننه ورستۍ حمله د افغانستان ننگرهار ولایت مرکزي ښار جلال آباد کې د شورو یا چارشنبې ورځ په داسې وخت وشوه چې یو لوړ رتبه امریکائي سفارتکار ځائي افغان چارواکو سره د امنیت په موضوع خبرې اترې سرته ورسولې.

د پولیس مشر فاضل شیرزاد وویل د ولایت د والي یا گورنر په دفتر کې کیدونکو خبرو اترو د امنیت ذمه واري د امریکائي عسکرو یوې ډلې ترسره کوله.

ښاغلي شیرزاد وویل کله چې غونډه ختمه شوه، امریکائي چارواکې لاړل او افغان او امریکائي ځواکونو هم تگ شورو کړو نو په موټر کې ناست یو افغان عسکر ناڅاپه ډزې پیل کړې.

ښاغلي شیرزاد وویل په جوابي ډزو کې حمله کونکی ووژلی شو او دوه نور زخمیان شول. شیرزاد د امریکایانو په تفلاتو د څه ویلو نه ډډه وکړه خو نیټو خپل بیان کې وویل یو عسکر يي وژلی شو. نیټو د وژل شوي عسکر قامیت هم څرگند نه کړو.

کابل کې د امریکې سفارتخانې وویل ټول مامورین په حفاظت خپل مرکز ته ستانه شول.

سږ کال دا دویم ځل دی چې افغان عسکرو یا د افغان عسکرو په دریشۍ کې حمله کونکو د نیټو په همکارانو خپلې ټوپکې را واړولې. د جنورۍ په میاشت کې یو افغان عسکر درې امریکائې کارکونکې ووژل. حمله کونکی هم په جوابي ډزو ووژلی شو.

په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې د شورو یا د چارشنبې په ورځ شوي د حملې اسباب څه وو او د پولیسو مشر فاضل شیرزاد دا خبره رد کړه چې گني د امریکائي او افغان ځواکونو ترمنځ د تودو ترخو خبرو په نتیجه کې دوي په یو بل ډزې وکړي.

د پوځ یا امنیتي ځواکونو د کور دننه تر ټولو زیاتې حملې په کال ٢٠١٢ کې شوي وې چې شمیره يي یو څلویښت وه او پکې یو شپیته خارجي، زیاتره امریکائي، عسکر وژلی شوي وو.

دداسې قسمه حملو د مخنیوي دپاره چې کوم اقدامات اخیستل شوي دي، په نتیجه کې يي حملې کمې شوي دي. تیر کال څلور د کور دننه حملې وشوې. د اگست په میاشت کې یو افغان عسکر د امریکائي پوځ یو لوړ رتبه افسر میجر جرنل هیرلډ گرین ووژلو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG